اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د خوږ هېواد مېړني ځوان شهيد کيپټن حمزه اکرم د استوګنې ته لاړو ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د شهيد کيپټن حمزه اکرم پلار او ورور سره لاس نیوه او دوي سره ئې د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم كرې …
وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد کيپټن حمزه اکرم لاس نیوی له د هغه کور ته لاړو
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزيرمحسن نقوي د خوږ هېواد مېړني ځوان شهيد کيپټن حمزه اکرم د استوګنې ته لاړو ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير د شهيد کيپټن حمزه اکرم پلار او ورور سره لاس نیوه او دوي سره ئې د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم كرې او د شهيد د پلار د لوړې جذبې او حوصلے ئې ستائنه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل قام د شهيد په كورنۍ وياړ لري٬ د شهيد غېر معمولي جراتاو لوړه جذبه د قام اصل طاقت دے۔ محسن نقوي ووئيل چې شهيد کيپټن حمزه اکرم 7 خوارج وژلو سره د مړانې اعلٰي مثال قائم كړے۔۔ ده ووئيل چې شهيد کيپټن حمزه زمونږ په زړونو كښې ژندې دې او تل به ژوندې وي۔ د يادونې ور ده چې شهيد کيپټن حمزه اکرم په هنګو كښې د خوارجو په مړانه مقابله كولو سره شهيد شوے ٶ۔










