پېنډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) نيول چيف ايډمرل نويد اشرف نشان امتياز( ملټري)، تمغه بصالت د مشق سي سپارک 2026 جاج اخسو لپاره سمندر او په کريکس سيمه كښې د تعينات يونټس دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ستمبر وړومبۍ نيټې څخه جاري دوه كلنه مشق د بحري آپريشنز د ټولو اړخونو احاطه كوي پكښې آپريشنل چمتوالے او د امن …
نيول چيف ايډمرل نويد اشرف سي سپارک 2026 مشق كښې ګډون كوٶنكو اهلكارو سره وليدل۔ آئي اېس پي آر
پېنډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) نيول چيف ايډمرل نويد اشرف نشان امتياز( ملټري)، تمغه بصالت د مشق سي سپارک 2026 جاج اخسو لپاره سمندر او په کريکس سيمه كښې د تعينات يونټس دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ستمبر وړومبۍ نيټې څخه جاري دوه كلنه مشق د بحري آپريشنز د ټولو اړخونو احاطه كوي پكښې آپريشنل چمتوالے او د امن دور څخه جنګي حالاتو پلو په سمدستي توګه د منتقلۍ صلاحيت تللے كېږي ٬ د جنګ د بدلېدونكي نوعيت له مخې په سږني كال په مشق كښې انفارميشن انوائرمنټ كښې آپريشنز، ملټي ډومين آپريشنز او د پائيلوټ نه غېر د چلېدونكې نظامونو په پراخه كچه استعمال هم شامل دے۔ د پاک بحريه مشر په مشق كښې ګډون كوٶنكو اهلكارو سره ليدلي او د دوي د وظيفائي مهارت٬ لوړو حوصلو٬ اپرېشن تيارو او په سمندر كښې د ناقابلِ تسخير پاتې كېدو د عزم ئې ستائنه كړې۔










