د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايندھن سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ غونډه٬ د وزيراعظم د خاص ريليف سکيم د نفاذ جاج

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايندھن سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ غونډ كښې د وزيراعظم د خاص ريليف سکيم د نفاذ جاج واخستې شو۔ د خالي په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ ته ووئيل شول چې ګرد هېواد كښې په پټرول پمپس زياتره نظام فعاله دے …

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايندھن سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ غونډ كښې د وزيراعظم د خاص ريليف سکيم د نفاذ جاج واخستې شو۔ د خالي په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ ته ووئيل شول چې ګرد هېواد كښې په پټرول پمپس زياتره نظام فعاله دے او ګرد هېواد كښې په 9771 اېس اېم اېس د لارې د رجسټرېشن عمل جاري دے او وګړي فيول ټوکن ترلاسه كوي٬ کميټۍ د انټرنيټ کنيکټيويټي څخه په محروم سيمو پټرول پمپس لپاره د اېس اېم اېس د لارې د ټوکن ريډيمپشن منظوري وركړه٬ آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د صوبو د داسې سټيشنونو فهرستونه به وركولې شي دغسې چې دوي د تاخير نه غېر په سكيم كښې شامل كړې شي۔ سټيټ بينك آف پاکستان کميټي خبر كړه چې په تېرو دريو ورځو كښې موصول شوې ټول پيمنټ کليمز په بشپړه توګه حل كړې شوې دي او هره ورځ موصول كېدونكې کليمز هم په ھغه ورځ ترسره كولې شي۔ نائب وزيراعظم امر وكړو چې هر ھغه پټرول پمپ چې اوپن او فعاله دے ھغه دې په نظام كښې شامل كړې شي او كوم سټيشن چې مستقل بند يا يوازې ډيزل خرڅوي٬ ھغه دې په ګوته كړې شي او د فهرست نه دې وباسلې شي دغسې چې د سکيم کوريج د زمكيز صورتحال عکاسي وكړي۔ نائب وزيراعظم د صوبائي انتظاميه هلې ځلې وستائېلې او د سټيټ بينک آف پاکستان د مرستې ئې اعتراف وكړٶ۔ ده ووئيل چې مرسته د كوم خنډ نه غېر مطلوبه استفاده كوٶنكو ته رسېدل پكار ده۔ په غونډه كښې د پټروليم، اقتصادي چارو، اطلاعات او خپرونو او د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزيرانو٬ د سټيټ بينک آف پاکستان دوهم ګورنر، د اوګرا چيئرمېن٬ د پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ چيئرمېن، د پټروليم سيکرټري ، چيف کمشنر آئي سي ټي، د پنجاب او خېبر پښتونخوا ايډيشنل چيف سيکرټريز او د آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان، بلوچستان او د اړوند وفاقي و صوبائي څانګو سينئر افسران ګډون كولو۔

مزید خبریں