اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو او اسټيبلشمنټ وفاقي وزير سينيټر احد چيمه د غېر منظور شوو آئي ټي تعليمي ادارو مسئلو حل ، زده كوٶنكي په غېر تسليم شوو تعليمي پروګرامونو كښې د داخلو نه ساتلو او د آئي ټي ګريجويټس ته د نړيوال معيار سكلز وركولو لپاره د يو جامع نظام وضع كولو امر كړے دے۔ د اقتصادي چارو وزارت لخوا د جاري اعلاميه …
د حکومت د آئي ټي د تعليم معيار ښه کولو، ايکريډيټيشن نظام مؤثره كولو، صنعتي ضرورتونو سره سم افرادي قوت لپاره د اقدامات تندولو پرېكړه
اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو او اسټيبلشمنټ وفاقي وزير سينيټر احد چيمه د غېر منظور شوو آئي ټي تعليمي ادارو مسئلو حل ، زده كوٶنكي په غېر تسليم شوو تعليمي پروګرامونو كښې د داخلو نه ساتلو او د آئي ټي ګريجويټس ته د نړيوال معيار سكلز وركولو لپاره د يو جامع نظام وضع كولو امر كړے دے۔ د اقتصادي چارو وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې د آئي ټي اسکلز اسيسمنټ ټيسټ او کمپيوټنګ ايجوکيشن د ايکريډيټيشن نظام جاج اخستو لپاره د لوړې كچې غونډې مشري كولو سره وفاقي وزير د انفارميشن ټيکنالوجۍ وزارت ته امر وكړٶ چېد غېر منظور شوو ادارو څخه د فارغ التحصيل زده كوٶنكو شمېره معلومه كړئ او د مسئلې د نوعيت او پراختيا جاج واخلئ ٬ ده مطلوبه منظورۍ څخه محرومو ادارو او په تعليمي پروګرامونو كښې د داخلو مخه نيوی لپاره د كوټلو اقداماتو په ضرورت زور راوړو۔ وفاقي وزير اړوند چارواكو ته امر وكړو چې غېر منظور شوو تعليمي ادارو په ګوته کولو لپاره موثره نظام جوړ كړئ او دا خبره باوري كړئ چې د داخلی خواهش مندو زده كوٶنكو ته په پوهنتونونو٬ الحاق شوو كالجونو او انفرادي تعليمي پروګرامونو د منظورۍ په اړه مستند معلومات د وړاندې نه موجود وي








