اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واضحه كړې ده چې د اسلام آباد هائي کورټ د تفصيلي پرېكړې نه پس په اسلام آباد د راختلو او جوپو د يلغيار اجازه به ورنه كړٶ٬ ده خبردارے وركړو چې د عدالتي احکاماتو د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به د توهين عدالت کارروائي كولې شي۔ د داخله چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري او …
په اسلام آباد د راختلو اجازه چاله نشي وركړې كېدې٬ د عدالتي احکامات د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به د توهين عدالت کارروائي كولې شي۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واضحه كړې ده چې د اسلام آباد هائي کورټ د تفصيلي پرېكړې نه پس په اسلام آباد د راختلو او جوپو د يلغيار اجازه به ورنه كړٶ٬ ده خبردارے وركړو چې د عدالتي احکاماتو د خلاف ورزۍ كوٶنكو په ضد به د توهين عدالت کارروائي كولې شي۔ د داخله چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري او ايډووکيټ جنرل سره په اسلام آباد كښې پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې داخله وزير ووئيل سکيورټي فورسز او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته په هر ممكن ډول د احتجاج لاره نيولو د چمتوالي واضحه هدايات جاري كړے شوي۔ ده په سپينو ټكو ووئيل كه مظاهرچيانو قانون په لاس كښې واخست نو د فورسز ځوانان به غلې تماشګير نه جوړېږي بلكې موثر ځواب به وركوي٬ د هېواد د امن و امان صورتحال او د فورسز د قربانيو حواله وركولو سره وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل يو خوا قام د شهيدانو جنازې پورته كوي او بلخوا د پرلت او يلغار چمنوالے نيولے كېږي ۔ ده د خېبرپښتونخوا په حکومت او وزير اعليٰ زور راوړو چې ھغه اسلام آباد پلو په مارچ د وسائلو ضائع كولو په ځائے خپله صوبه كښې د ترهګرۍ خاتمې او د قانون واكمنۍ پلو پام وګرځوي۔ وفاقي وزير د سياسي جلسو او چوپو په راختلو كښې فرق واضحه كولو سره ووئيل احتجاج د هر سياسي ګوند جمهوري حق دے، خو دا خپلو خپلو سيمو او د صوبو تر حدودو پكار دے داسې نه چې د پايه تخت د تاوېېدو د لارې د ژوند نظام جام كړے شي ۔ ده خبردارے وركړٶ كه په دې اړي ګړي كښې يو هم ځاني زيان وشو نو د دې ذمه وار به نيغ په نيغه د د خېبر پښتونخوا انتظاميه وي۔ ده د اپوزيشن ذمه وارو مشرانو ته پخپله پرېكړه د نظرثانۍ كولو اپيل سره ووئيل د تصادم دې سياست سره به يوازې هېواد ته زيان اورسي او د حكومت وړومبۍ ترجيح د وګړو تحفظ باوري كول دغسې چې په پايه تخت كښې د للژ نه لږې ستونزې موجود وي۔









