اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د امريکې او ايران جنګ نه پس ټوله نړۍ د ستونزو ښكار شوې، حکومت د دغې صورتحال اندازه په لګولو سره د موټر سائيکل، چنګچي او 800 سي سي ګاړو مالکانو ت د ريليف وركولو لپاره اقدامات کړي، په فيول ريليف سکيم كښې هيڅ خنډ نشته، د وسله والو ډلو سره كه …
حکومت موټر سائيکل، چنګچي او د وړو ګاړو مالکانو ته ريليف وركولو لپاره اقدامات کړي ۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د امريکې او ايران جنګ نه پس ټوله نړۍ د ستونزو ښكار شوې، حکومت د دغې صورتحال اندازه په لګولو سره د موټر سائيکل، چنګچي او 800 سي سي ګاړو مالکانو ت د ريليف وركولو لپاره اقدامات کړي، په فيول ريليف سکيم كښې هيڅ خنډ نشته، د وسله والو ډلو سره كه په اسلام آباد د يرغل هڅه وشوه نو قانون به په حرکت كښې راځي۔د جمعې په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل په موجوده صورتحال كښې حکومت اولس ته ريليف ورسولو لپاره مهمي پريكړي كړي ځكه چې د امريکې ايران جنګ له امله زمونږ سيمه زياته ځپلې شوې ، د نړيوالو حالاتو له امله د پټروليم مصنوعات بيعي زياتي شوي،په دې مشکل صورتحال كښې د وزيراعظم د اړخه فيول ريليف سکيم اعلان شوے چې ترمخه ئې موټر سائيکل او د 800 سي سي ګاړو مالكانو ته به په آرزانه بيعه پټرول وركړے كيږي، سکيم كښې اندراج لپاره اولس ته اېس اېم اېس هم ويړيا كړے شوے ، فيول ريليف سکيم په اړه هيڅ ډول رکاوټ نشته،په فيول ټارګټډ سبسډي وركړې كيږي، د موټر سائيکل، چنګچي مالكان د سبسډي زيات حقدار دي۔ده ووئيل پټروليم ډيلرز اندېښنې او تحفظات هم لري كړې شوي۔ده ووئيل موجوده صورتحال كښې د کفايت شعارۍ په اړه هم اقدامات شوي،د اولس د اړخه د وزيراعظم فيول ريليف سکيم ستائيلے كيږي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د وسله والو ډلو سره كه په اسلام آباد يرغل هڅه وكړې شوه نو قانون به په حرکت كښې راځي۔ده ووئيل د پي ټي آئي کوم هم مارچ چري هم امناكه نه ؤ۔ده واضحه كړه بايد د پايه تخت حرمت په ځائے وساتلے شي










