نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سره د تركيې سفير وليدل،د شريكې خوښې  رابطې او مرستي زياتولو لپاره د عزم پخلے

اسلام آباد 18 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د ترکيه سره رابطو او مرستي لا زياتولو  له  د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔د جمعې په ورځ   خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ترکيې سفير عرفان نذيراوغلو وليدل۔د ترکيې سفير نائب وزيراعظم و خارجه وزير د پاکستان او ترکيې ترمينځه …

اسلام آباد 18 ستمبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د ترکيه سره رابطو او مرستي لا زياتولو  له  د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔د جمعې په ورځ   خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ترکيې سفير عرفان نذيراوغلو وليدل۔د ترکيې سفير نائب وزيراعظم و خارجه وزير د پاکستان او ترکيې ترمينځه اوسنو د لوړي كچې رابطو نه پس بيلو څانګو كښې مرستي زياتولو لپاره د دوه اړخيزه اداره جاتي تګلاري ترمخه د شوي پيش رفت څخه خبر كړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير په ترجيحي څانګو كښې د ترکيه سره د رابطو او مرستي لا زياتولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده دوه اړخيزه تګلاره مخ په وړاندې بوتللو لپاره  اړوندو ادارو ته د دواړو هېوادونو ترمينځه د سباؤن شريك کمېشن او اعلیٰ پائې سټريټجکي مرستي کونسل 8مي غونډي چمتوالي نيولو  لپاره د نزدې رابطه کاري باوري كولو په حاجت زور راوړو۔ده په سيمه كښې په بدل شوي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د مسئلو حل او سيمه كښې  تل پاتي امن، استحکام او سوكالۍ لپاره خبرې او سفارت کاري يواځنۍ د عمل وړ لاره ده