پاکستان د استحکام څخه د سرمايه کارۍ او د خپلواكۍ بحالۍ څخه پراخه سرمايه جوړولو پلو روان دے ۔ د خزاني وزيرِ محمداورنګزيب لندن كښې وينا

اسلام آباد 18 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزيرِ سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  پاکستان د استحکام څخه د سرمايه کارۍ او خپلواكۍ بحالۍ څخه د پراخه سرمايه جوړولو پلو مخ په وړاندې روان دے،مالياتي و د بهرنۍ څانګې استحکام، ګرانۍ ٬ د پورونو انتظام او تر نړيوالو منډيانو بيا رسنې له په زړه پوري پيشرفت شوے ،اېس اېم ايز، كر كېلې او د هاؤسنګ په څانګو كښې …

اسلام آباد 18 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزيرِ سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  پاکستان د استحکام څخه د سرمايه کارۍ او خپلواكۍ بحالۍ څخه د پراخه سرمايه جوړولو پلو مخ په وړاندې روان دے،مالياتي و د بهرنۍ څانګې استحکام، ګرانۍ ٬ د پورونو انتظام او تر نړيوالو منډيانو بيا رسنې له په زړه پوري پيشرفت شوے ،اېس اېم ايز، كر كېلې او د هاؤسنګ په څانګو كښې تر مالي وسائلو رسنه پراخه كړې كيږي۔ده دا خبره لندن كښې د جے پي مورګن ايمرجنګ اينډ فرنټيئر مارکيټس موقعو کنفرنس په موقع خاص ناستې ته وينا كښې وكړه۔د خزاني وزير د پاکستان معيشت ته د پېښ بهرني معاشي فشار ، د کلي معيشت استحکام او د سباؤن په معاشي تګلاره تفصيلي خبرې او معاشي استحکام ترلاسه كولو كښې د پاکستان پيش رفت او سرمايه کاري، سرمايه جوړولو، برآمدات او د شخصي څانګي په  قيادت كښې د پرمختګ پلو د حکومت په ترجيحات رڼا واچوله۔کنفرنس كښې د پاكستان په اړه نړيوالو اداره جاتي سرمايه کارو او لويو مني مينيجرز د اړخه د خوښۍ څرګندونه وشوه۔په مجموعي توګه 55 نړيوال د سرمايه کارۍ فنډز د پاکستاني پلاوي سره ګڼ يو په يو ملاقاتونه او يو بشپړه سرمايه کار سيشن كښې ګډون وكړو۔ د سرمايه کارو د خوښۍ ترمخه ټول ملاقاتونه په يوه ورځ كښې شوي، چې پكښې د پاکستان د سباؤن معاشي اړخ، د سرمايه کارۍ موقعو او د روان معاشي بدلون په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔جے پي مورګن او د پاکستان چيف ايګزيکټو آفيسر او کنټري هيډ امين خواجه هم د ملاقاتونو په مهال موجود وو۔د خزاني وزيرِ ووئيل د پاکستان د سرمايه کارۍ قصه اوس يواځې په سمدستي معاشي فشار تر قابو موندلو محدود نه ده بلكه په دې كښې د اصلاحات او معاشي ري ريټنګ پراخه امکانات شته۔ده د مالياتي نظم و ضبط، د بهرنۍ څانګې استحکام او د اصلاحات عمل برقراره ساتلو له د عزم پخلي سره ووئيل حکومت د هېواد او نړيوالې شخصي سرمائې لپاره نور ګنجائش پيدا کولو لپاره لوظي دے۔په دې موقع د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد د پاکستان بهرني پوزيشن كښې ښه والې رامخې ته كولو سره د زرمبادله پانګو كښې زياتوالے ،پانګو كښې د زياتوالي معيار، ترسيلاتِ زر كښې زيات شوے رجحان او د بهرنۍ څانګي بنيادي اشارو كښې په ښه والي رڼا واچوله