وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ لوړی كچې 4۔21  ارب ډالر ته په رسېدو  د تشكر څرګندونه وكړه

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ تر ټولو لوړې كچې 4۔21  ته په رسېدو د تشكر څرګندونه  كړې ده۔ د جمعې په ورځ  د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم  شهباز شريف سټېټ بانك آف پاكستان  سره د زر مبادله پانګې د4 ۔21  ارب ډالر ته په رسېدو د لوي څښتن  شكر …

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ تر ټولو لوړې كچې 4۔21  ته په رسېدو د تشكر څرګندونه  كړې ده۔ د جمعې په ورځ  د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم  شهباز شريف سټېټ بانك آف پاكستان  سره د زر مبادله پانګې د4 ۔21  ارب ډالر ته په رسېدو د لوي څښتن  شكر ادا كولو سره  دا معشي استحكام پلو يو تاريخي سنګ ميل ګرځولے دے۔  ده ووئېل د زر مبادله پانګې 4۔21  ارب ډالر ته رسېدل د معاشي ډلې د شپه ورځې   خوارۍ او په سم لوري د ګامونو ثبوت دے۔  ترسيلات زر او  د خدمات برآمدات كښې ښكاره ښه والے ٬  د كرنټ اكاونټ مخ په ښه كېدونكے صورتحال او مالياتي نظم و ضبط د پانګو په زياتوالي كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ وزيراعظم ووئېل تر نړيوالو منډيانو د پاكستان كاميابه رسائي هم د هېواد  په معيشت  د نړۍ د باور عكاسي ده٬ د زرمبادله په پانګو كښې زياتوالے نه يوازې  د بهر  ادائيګيو صلاحيت ېه مضبوط كړي بلكې د نړيوالو معاشي ستونزو مقابلې كولو كښې به زمونږ استعداد هم يو په څو زيات كړي۔وزيراعظم ووئېل  مستحكم معاشي پوزيشن  به هېواد كښې د بهرني باور ٬ سرمايه كارۍ او تل پاتي معاشي پرمختګ  نوې ورونه بېرته كړي۔ وزيراعظم د خزانې  وزير اونګزېب ٬ د سټېټ بېنګ ګورنر٬ د حكومتي معاشي ډلې او په خاص توګه بهر پاكستانيانو  ته په دې مهمه كاميابۍ پېرزةئنې وړاندې كړې۔

مزید خبریں