وزيراعظم محمد شهباز شريف هنګو او شمالي وزيرستان ضلعو كښې  د هند مرستياله 10 خوارجو په وژلو  امنيتي ځواكونو  ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آپاد ۔ 18 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په هنګو او شمالي وزيرستان ضلعو كښې د هند مرستياله فتنه الخوارج خلاف كاروائيو كښې د 10 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ځڅانګې نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم  د فتنه الهدوستان خلاف په مړانه  جنګ كښې د شهادت  جام څښونكو  6 ځوانانو  ته …

اسلام آپاد ۔ 18 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په هنګو او شمالي وزيرستان ضلعو كښې د هند مرستياله فتنه الخوارج خلاف كاروائيو كښې د 10 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا ځڅانګې نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم  د فتنه الهدوستان خلاف په مړانه  جنګ كښې د شهادت  جام څښونكو  6 ځوانانو  ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره  د شهيدانو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي  ښكاره كړه۔  وزيراعظم ووئېل  د ګران وطن دفاع ٬ امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو نذرانه وركوونكې زمونږ  مېړني  ځامن د ټول قام اتلان دي۔  د شهدا  قربانۍ  زمونږ لپاره د لارې مشالونه دي   او د دوي وينه به بې ځايه نه ځي۔  ده ووئېل  د “عزم استحكام ”  تر مخه  د ترهه ګړۍ تر مكمل خاتمې به  د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ  كوونكو ادارو كاروائۍ په پورا قوت سره روانې وي

مزید خبریں