د پاكستان پارليمان ته  په 69م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس  كښې وړومبے ګرين ميس ايوارډ وركړے شو

  كيپ ټائون 17ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان پارليمان لخوا د دولت مشتركه پارليماني ايسوسي اېشن څخه د ګرين ميس ايوارډ ترلاسه كړو ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې دا ايوارډ د قامي اسمبلۍ ګرين پارليمنټ اقدام٬د نړۍ وړومبي سل فيصده په سولر توان چلېدونكې پارليمان ٬پيپر ليس پارليماني نظام پلو  په پېشرفت او په نور ماحول دوسته اقدامات د اعتراف په توګه وركړے  …

 

كيپ ټائون 17ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان پارليمان لخوا د دولت مشتركه پارليماني ايسوسي اېشن څخه د ګرين ميس ايوارډ ترلاسه كړو ۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې دا ايوارډ د قامي اسمبلۍ ګرين پارليمنټ اقدام٬د نړۍ وړومبي سل فيصده په سولر توان چلېدونكې پارليمان ٬پيپر ليس پارليماني نظام پلو  په پېشرفت او په نور ماحول دوسته اقدامات د اعتراف په توګه وركړے  شو ۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په ګرين ميس ايوارډ ترلاسه كېدو د مننې سره ووئېل د قامي اسمبلۍ سپيكر په توګه دا ايوارډ ترلاسه كول زما لپاره د اعزاز سبب دے۔ده ووئيل  دا اعزاز محض يو ايوارډ نه بلكې راتلونكو نسلونو لپاره پاك او ښه ماحول باوري كولو  له د پارليمان  د عزم اعتراف دے۔ګرين پارليمنټ پلو سفر د كوم اعزاز ترلاسه كولو لپاره نه بلكې د اولس٬ماشومانو او راتلونكو نسلونو له د ذمه دارۍ احساس له مخې پېل كړے شوے۔ ده ووئېل ګرين ميس ايوارډ د پاكستان پارليمان پلو ماحولياتي تحفظ٬تل پاتې پرمختګ٬ډيجيټل پارليماني نظام او وسائلو ذمه واره استعمال لپاره  د روانو هڅو مهم نړيوال اعتراف دے۔

مزید خبریں