وزيراعظم محمد شهباز شريف نړيواله منډۍ كښې د پټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي تر مخه هېواد كښې د سادګۍ و كفايت شعارۍ كمپائن خپلولو منظوري وركړه

  اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينځني ختيز كښې د تاؤ ترېښوالي په وجه نړيواله مندۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي تر مخه په ټول هېواد كښې د سادګۍ و كفايت شعارۍ كمپائن منظوري وركړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا پريكړه اسلام آباد كښې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ او توان …

 

اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينځني ختيز كښې د تاؤ ترېښوالي په وجه نړيواله مندۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي تر مخه په ټول هېواد كښې د سادګۍ و كفايت شعارۍ كمپائن منظوري وركړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا پريكړه اسلام آباد كښې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ او توان تحفظ اقدامات په اړه غونډه كښې وشوه۔ وزيراعظم ووئيل نړيواله مندۍ كښې د تيلو بيعه كښې د زياتوالې له امله ټوله نړۍ كښې ګراني ده، تر ټولو اول به د حكومت او اشرافيه څخه قرباني شروع كول وي۔ وزيراعظم ووئيل په معاشي توګه كمزورې او مينځنۍ طبقې لپاره فيول سبسډي پيل شوي، موټر سائيكل، ركشه او 800 سي سي ګاړو له 100 روپۍ د يو ليټر په تناسب سره سبسډي وركړې كيږي۔ وزيراعظم غير ضروري سركاري خرڅونو كښې كمي او قامي وسائل په ښه ډول استعمال باوري كولو او اړوندو ادارو ته د كفايت شعارۍ په اقدامات موثر او سمدستي عملدرآمد  د باوري كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې حكومتي خرڅونو كښې كمي،د تيلو تحفظ او  د سركاري وسائلو موثر استعمال لپاره  د اضافي كفايت شعارۍ اقدامات جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې سركاري ګاړو لپاره د تيلو وركولو كښې  د 50 فيصده كمي اطلاق به په سمدستي توګه راروانو درېو مياشتو لپاره وي دغسې د وسله والو ځواكونو، سول آرمډ فورسز، قانون نافذ كونكو ادارو، كسټم و اېف بي آر او ضروري خدمات آپريشنل ګاړو ته به دې څخه استثنیٰ ترلاسه وي، د دې محكمو انتظامي او نان آپريشنل ګاړو باندې به دا بنديز نافذ وي۔د روان مالي كال په مهال نان اي آر اي  بجټ كښې هم 5 فيصده  د مياشتې كمے كولې شي دغسې د ضروري سركاري دورو  به مهال به ټول اعلیٰ چارواكي اكانومي كلاس كښې  د مزل كولو پابند وي۔په غونډه كښې  د مالي كال 27-2026 په مهال د نان اي آر اي بجټ كښې  د 5 فيصده مياشتې كمي اطلاق به بهر هېوادونو كښې په پاكستاني مشنز او د هغوي په افسرانو هم وي۔حكومتي پريكړو ترمخه سكالرشپس او بهرنو لوظنامو له مخې ضروري ټريننګز نه علاوه هر ډول بهرنې دورې به درې مياشتو لپاره بندې وي۔ په غونډه كښې سركاري غونډو لپاره په ترجيحي توګه ټيلي كانفرنسنګ تګلاره به خپلولې شي او  د غير ملكي پلاويو درناوي نه علاوه  په هر ډول سركاري ميلمستيا به بشپړ بنديز وي۔د حكومت په فنډز سيمينارز ، ټريننګز او  كانفرنسز به نه كېږي۔ د ضروري تقاضو په صورت به داسې ايونټس لپاره آډيټوريم، كمېټي رومز او نور سركاري  سهوليات استعمالولې شي۔ په ودونو كښې به  د ون ډش بنديز لازمي ګرځولے شوے۔دې نه ځانله ټول هېواد كښې  د تجارتي مركزونو وختونه هم مقرر كړې شوي چې له مخې به ئې دكانونه ، ماركيټونه ، شاپنګ مالز او بازار،ډپارټمنټل،  جنرل او كريانه اسټورز د شپې تر 9:00 بجو ،شادي هالز، ماركيز او نور ټول تجارتي ځايونه چرته چې دستوري كيږي،د شپې تر 10:00 بجو  ، ريستوران، كيفے او فوډ آؤټ ليټس  ،    د ميوو او سبزو دكانونه به د شپې تر 11:00 بجو پرانستي وي دغسې ټيك اوے او هوم ډيليوري به دې بندييز څخه مستثنیٰ وي۔ بل پلو فارميسيز، طبي مركزونه او د طبي سامان دكانونه ، ميډيكل ليبارټريز، كلينكس او هسپتال، بيكري ، تندور او د پئيو و ډيري شاپس،پيټرول/سي اين جي پمپس او  د اليكټرك ګاړو چارجنګ اسټيشنز، جمز، د لوبو سهوليات او اسپورټس/پيډل كورټس،آئي ټي كمپنۍ او كال سينټرز به د دې بنديز څخه مستثنیٰ وي۔ وفاقي حكومت صوبائي او سيمه ايزو حكومتونو ته هم د دې ډول كفايت شعارۍ  خپلولو سفارش كړے دے۔ وزيراعظم ته وئويل شول  په كفايت شعارۍ او د  تيلو تحفظ اقدامات نګرانۍ لپاره جوړه كمېټي به د وزارتونو، ډويژنو ، محكمو، سركاري ادارو او صوبائي حكومتونو څخه د عملدرآمد رپورټس ترلاسه كوي،په تعميل نه كولو او خنډان په ګوته كولو سره به اصلاحي اقدامات تجويز كوي او وزيراعظم ته به د  اوونيز پيش رفت رپورټ وړاندې كوي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، علي پرويز ملك، عطاء الله تارړ او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں