حكومت د سركاري ګاړو فيول كښې د 50 فيصده كمي اعلان وكړو،  د نوو ګاړو په اغستو او په غير ملكي دورو 3 مياشتو لپاره د بنديز پريكړه

  اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) وفاقي حكومت د تيلو بچت او اضافي كفايت شعارۍ ترمخه د سركاري ګاړو فيول كوټه كښې په سمدستي توګه د  50 فيصده كمي  اعلاتن سره  د نوو ګاړو په اغستو بشپړ بنديز او د وزيرانو و سركاري افسرانو په غير ملكي دورو 3 مياشتو لپاره  بشپړ بنديز پشمول مهمي پريكړې كړې دي۔په دې لړ كښې د زيارت په روځ د كابينه ډويژن …

 

اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) وفاقي حكومت د تيلو بچت او اضافي كفايت شعارۍ ترمخه د سركاري ګاړو فيول كوټه كښې په سمدستي توګه د  50 فيصده كمي  اعلاتن سره  د نوو ګاړو په اغستو بشپړ بنديز او د وزيرانو و سركاري افسرانو په غير ملكي دورو 3 مياشتو لپاره  بشپړ بنديز پشمول مهمي پريكړې كړې دي۔په دې لړ كښې د زيارت په روځ د كابينه ډويژن د اړخه جاري نوټيفكيشن له مخې وفاقي حكومت د تيلو بچت او اضافي كفايت شعارۍ اقدامات نګرانۍ او نفاذ لپاره د جوړې كمېټۍ په سفارشات د كفايت شعارۍ او تيلو بچت اقدامات د نافذ كولو سپارښتنه وكړه۔د نوټيفكيشن له مخې سركاري ګاړو لپاره د تيلو وركولو كښې 50 فيصده  د كمي اطلاق به په سمدستي توګه راروانو درېو مياشتو لپاره وي دغسې د وسله والو ځواكونو، سول آرمډ فورسز، قانون نافذ كونكو ادارو، كسټم و اېف بي آر او ضروري خدمات آپريشنل ګاړو ته به دې كښې استثنیٰ ترلاسه وي، دغسې د دې محكمو انتظامي او په نان آپريشنل ګاړو به دا بنديز لاګو وي۔د روان مالي كال په مهال نان اي آر اي  بجټ كښې هم 5 فيصده مياشتنيز كمے كولې شي دغسې  د ضروري سركاري دورو په مهال به ټول اعلیٰ چارواكي په اكانومي كلاس كښې  د مزل كولو پابند وي۔دې سره سره  د مالي كال 27-2026 په مهال نان اي آر اي بجټ كښې 5 فيصده د مياشتنيز كمي اطلاق به بهر هېوادونو كښې په پاكستاني مشنز او د هغوي په افسرانو هم وي۔حكومتي پريكړو ترمخه سكالرشپس او بهرنو لوظنامو له مخې شوي ضروري ټريننګز نه علاوه په هر ډول بهرنو دورو به درېو مياشتو لپاره بنديز وي۔نوټيفكيشن كښې واضحه كړې شوي چې سركاري غونډو لپاره په ترجيحي توګه ټيلي كانفرنسنګ تګلاره به خپلولې شي او  د غير ملكي پلاويو درناوي نه علاوه به په هر ډول سركاري ميلمستيا  بنديز وي۔د حكومت په فنډز سيمينارز ، ټريننګز او  په كانفرنسز كولو به  هم بنديز وي۔ د ضروري تقاضو په صورت به داسې ايونټس لپاره آډيټوريم، كمېټي رومز او نور سركاري  سهوليات استعمالولې شي۔ په ودونو كښې به د ون ډش بنديز لازمي ګرځولے شوے۔دې نه ځانله ټول هېواد كښې د تجارتي مركزونو وختونه هم مقرر كړې شوي چې له مخې به ئې دكانونه ، ماركيټونه ، شاپنګ مالز او بازارونه ،ډپارټمنټل،  جنرل او كريانه اسټورز د شپې تر 9:00 بجو ،شادي هالز، ماركيز او نور ټول تجارتي ځايونه چرته چې دستوري كيږي،د شپې تر 10:00 بجو ، ريستوران، كيفے او فوډ آؤټ ليټس  ،    د ميوو او سبزو دكانونه به د شپې تر 11:00 بجو پرانستلي وي دغسې ټيك اوے او هوم ډيليوري به دې بندييز څخه مستثنیٰ وي۔ بل پلو فارميسيز، طبي مركزونه او د طبي سامان دكانونه ، ميډيكل ليبارټريز، كلينكس او هسپتال، بيكري ، تندور او د پئيو و ډيري شاپس،پيټرول/سي اين جي پمپس او  دد اليكټرك ګاړو چارجنګ اسټيشنز، جمز، د لوبو سهوليات او اسپورټس/پيډل كورټس،آئي ټي كمپنۍ او كال سينټرز به د دې بنديز څخه مستثنیٰ وي۔ وفاقي حكومت صوبائي او سيمه ايزو حكومتونو ته هم د دې ډول كفايت شعارۍ خپلولو سفارش كړے دے۔

مزید خبریں