اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټرمحمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان په كال 2027ء كښې د 30 اربه يوان كرنسي سويپ سهولت مودې په ختميدو په هغې كښې د پراختيا خواست به كوي،مجوزه 10 اربه ډالره د ايكسچينج سټيبلائزيشن سهولت په اړه امريكا څخه په دوو مياشتو كښې د ځواب ترلاسه كيدو هيله ده، آئي اېم اېف څخه د اضافي فنانسنګ يا د بېړني …
پاكستان به د يوان كرنسي سويپ سهولت مودې په ختميدو پراختيا لپاره درخواست كوي، د 10 اربه ډالره ايكسچينج سټيبلائزيشن سهولت په اړه امريكې څخه په دوو مياشتو كښې د ځواب ترلاسه كيدو هيله ده ۔ د خزاني وزير محمد اورنګزيب رائټرز سره مركه
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټرمحمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان په كال 2027ء كښې د 30 اربه يوان كرنسي سويپ سهولت مودې په ختميدو په هغې كښې د پراختيا خواست به كوي،مجوزه 10 اربه ډالره د ايكسچينج سټيبلائزيشن سهولت په اړه امريكا څخه په دوو مياشتو كښې د ځواب ترلاسه كيدو هيله ده، آئي اېم اېف څخه د اضافي فنانسنګ يا د بېړني معاونت تر لاسه كولو كومه اراده نشته۔ده دا خبره د برتانيې خبررسني ادارې رائټرز سره مركه كښې وكړه۔د خزاني وزير د چين خپل همڅنګ او د مركزي بينك ګورنر سره د اوسنو ملاقاتونو په اړه ووئيل چين سره د 30 اربه يوان مكمل سويپ لائن استعمال شوے دغسې حكومت دا پريكړه نه ده كړې چې د دې سهولت د تجديد په وخت كښې به د څومره فنانسنګ خواست كولې شي۔يوه تګلاره شته په هغې عمل كولو ته اړتيا ده۔ مونږ د تجديد په وخت د رسمي درخواست كولو اراده لرو۔د خزاني وزير ووئيل هيله لرو چې امريكې څخه به د پاكستان د 10 اربه ډالره ايكسچينج سټيبلائزيشن سهولت ترلاسه كيدو په درخواست دوو مياشتو كښې ځواب ترلاسه شي،حكومت د امريكې ايكسپورټ امپورټ بينك او انټرنېشنل ډويلپمنټ فنانس كارپوريشن سره خبرې كوي۔د خزاني وزير د امريكې او چين دواړو څخه په يو وخت د اضافي مالي معاونت ترلاسه كولو هڅو په اړه ووئيل پاكستان د امريكې او چين دواړو سره په يو وخت اقتصادي مرستي زياتولو له خوښي لري۔ده ووئيل چين د ډېرې مودې راهسې زمونږ سټريټجك شراكت دار دے او ټرمپ انتظاميې سره هم د قيادت په كچه زمونږ انډرسټينډنګ او اړيكي ښې دي۔ مونږ خوش قسمته يو جې د دواړو مهمو اقتصادي طاقتونو او نړيوال سپر پاورز سره د دې نوعيت اړيكي لرو۔








