پينډۍ 17 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د حكومت او وكيلانو تعلق د حكومتونو او وزارتونو نه، بلكه پيشه وره تړون څخه دے، د وكيل جامه د هغه د شخصيت برخه ده او د جامې په عزت كښې د وكيل عزت دے، بايد د وكيلانو بنيادي مقصد د خپلي پيشې عزت، وقار او د اخلاقي اقدارو تحفظ وي۔د …
بايد د وكيلانو بنيادي مقصد د خپلي پيشې عزت، وقار او د اخلاقي اقدار تحفظ وي۔ د قانون وفاقي وزير

مزید خبریں
پينډۍ 17 ستمبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د حكومت او وكيلانو تعلق د حكومتونو او وزارتونو نه، بلكه پيشه وره تړون څخه دے، د وكيل جامه د هغه د شخصيت برخه ده او د جامې په عزت كښې د وكيل عزت دے، بايد د وكيلانو بنيادي مقصد د خپلي پيشې عزت، وقار او د اخلاقي اقدارو تحفظ وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د لاهور هائيكورټ بار ايسوسي ايشن د پينډۍ وكيلانو ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل عمر له زما دا موقف دے چې د بار سياست دې د قامي سياست څخه جلا وساتلے شي، سياست او سياسي تړون د هر كس آئيني حق دے، هر كس څه نه څه سياسي تړون لري خو د بار او وكيلانو په چارو كښې دې پيشه وره ګټي او وقار مقدم اوساتلے شي۔اعظم نذير تارړ ووئيل مونږ هغه كسان يوو كومو چې د خپل كور صفائي او حفاظت پرېښودے ؤ، زمونږ وړومبے مقصد د خپل كور حفاظت او ښه والے دے،لس كاله پس به ټول يادوي چې كوم اصلاحات مونږ كړي هغه څومره كټه ور وو۔د قانون وفاقي وزير ووئيل د پيندۍ او اسلام آباد بارز څخه مونږ ته طاقت ترلاسه شوے، د پي ډي ايم په حكومت كښې لائرز پروټيكشن ايكټ جوړ شوے دغسې وفاقي حكومت د بار كونسلز كلن ګرانټ 80 كروړه ته رسولے دے د كوم چې حساب شته، دغسې دپنجاب حكومت هم د صوبائي بارز ګرانټ يو په دوه كولو سره يو ارب ته رسولے ۔26م او 27م آئيني تراميم په اړه خبره كښې اعظم نذير تارړ ووئيل په دې معامله مونږ 20 كاله وړاندې زدكړې كړې وې۔ده وكيلانو ته غږ وكړو چې د بار ټاكني دښمني جوړه نه كړي او انتخابي اختلافات په ذاتي دښمنۍ بدلولو څخه ډډه وكړي۔دې څخه وړاندې د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ هائيكورټ بار ايسوسي ايشن پيندۍ كښې د نوي جوړ وي هال پرانسته وكړه۔











