كوئټه۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي د كوئټه په خوا و شا سيمه كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې نكاح د يو ضحيف سړي سره د كولو نوټس اغستو سره د پیښې د ټولو اړخونو د پلټنو او د ككرو كسانو خلاف د قانون تر مخه د كاروائۍ امر وكړو۔ د ډپټي كشمنر چمن حبيب بنګلزئۍ تر مخه د وزيراعلې په امر د …
د بلوچستان وزيراعلې په كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې په نكاح كولو كښې د ككړو كسانو خلاف د قانوني كاروائۍ امر وكړو
كوئټه۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي د كوئټه په خوا و شا سيمه كچلاك كښې د لږ عمره ماشومې نكاح د يو ضحيف سړي سره د كولو نوټس اغستو سره د پیښې د ټولو اړخونو د پلټنو او د ككرو كسانو خلاف د قانون تر مخه د كاروائۍ امر وكړو۔ د ډپټي كشمنر چمن حبيب بنګلزئۍ تر مخه د وزيراعلې په امر د لږ عمره ماشومې پلار عبدالباقي د چمن څخه ګرفتار كړے شوے او د آېف آئې آر اندراج او د نيولي كس د ګوئټه پولس ته د سپارلو لپاره د كوئټې پوليس سره تماس نيولے شوے دے۔ ډپټي كشمنر ووئېل د پیښ كړۍ كچلاك كښې د 15 كلنه انجلۍ د وژنې پیښې سره لګي ٬ دغسې د معاملې نورې پلټنې لا روانې دي۔ په دې لر كښې د بلوچستان وزيراعلې د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال شاهد رند وئېلي دي د وزيراعلې په امر د پیښې د ټولو برخو پلټنې روانې دي او د مركزي تورن نيولو لپاره ټول ضروري ګامونه اغستلې شي۔ د لږ عمره ماشومانو د حقونو او تحفظ په معامله د پلوچستان حكومت موقف واضحه او ښكاره دے۔ ده ووئېل په بلوچستان كښې د كم عمرۍ ودونو د مخ نيوي قانون موجود دے او حكومت په دغه عمل درآمد كولو لپاره اړوندو ادارو سره په ګډه ګامونه اخلي۔











