د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سوئېلي افريقې د قامي اسمبلۍ سپيكرې انجيلا تهوكزلے ډيډيزا ملاقات

  اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سوئېلي افريقې د قامي اسمبلۍ سپيكرې انجيلا تهوكزلے ډيډيزا ملاقات وكړو ۔ملاقات د دولت مشتركه پارليماني ايسوسي ايشن(سي پي اے)69م كنفرنس په موقع شوے۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔دواړو سپيكرانو د تجارت٬سرمايه كارۍ٬سېلګرۍ څانګو كښې مرستې او  …

 

اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د سوئېلي افريقې د قامي اسمبلۍ سپيكرې انجيلا تهوكزلے ډيډيزا ملاقات وكړو ۔ملاقات د دولت مشتركه پارليماني ايسوسي ايشن(سي پي اے)69م كنفرنس په موقع شوے۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔دواړو سپيكرانو د تجارت٬سرمايه كارۍ٬سېلګرۍ څانګو كښې مرستې او  د پارليماني روابط  ودې ته اتفاق وكړو ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه د قانون سازۍ٬كمېټۍ نظام او د پارليماني تجربو تبادلو په ضرورت زور راوړو ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان ګرين پارليمنټ٬پارليماني كاكسز او د كمېټۍ نظام موثر جوړولو لپاره د پورته كړو  ګامونو نه خبرولو  كښې ووئېل  د ګرين هاؤس ګيسونو به اخراج كښې د پاسكتان برخه يوازې 0.6 فيصد ده٬خو پاكستان د موسمياتي بدلون څخه سختو ځپليو هېوادونو كښې شامل دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سوئېلي افريقې سپيكرې ته د پاكستان دورې بلنه  هم وركړه۔د سوئېلي افريقې سپيكرې د پاكستان پارليماني پلاوي هركلے وكړو او  د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو لپاره يې د مفاهمتي يادښت خوښي څرګنده  كړه۔ د سوئېلي افريقې سپيكرې لخوا د افريقې پارليماني پلاوې به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي  ۔دغسې د سوئېلي افريقې سپيكرې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ته د سوئېلي افريقې دورې بلنه هم وركړه او دواړو سپيكرانو د پاكستان او سوئېلي افريقې ترمينځه د پارليماني اړيكو لا مستحكم كولو  له د عزم څرګندونه وكړه۔