د آزاد كشمير صدر لپاره د پونچھ ډويژن څخه د ډاكټر نجيب نقي نومولے كېدل خاص اهميت لري۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره د آزاد كشمير نومولي شوي صدر ډاكټر محمد نجيب نقي خان د زيارت په ورځ د پارليماني چارو په وزارت كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړے چوهدري نصير احمد عباس سدهو هم موجود  ؤ ۔ډاكټر طارق فضل چوهدري د آزاد كشمير نامزد صدر سره خبرو كښې ووئيل  د پونچھ ډويژن څخه د ډاكټر …

 

اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره د آزاد كشمير نومولي شوي صدر ډاكټر محمد نجيب نقي خان د زيارت په ورځ د پارليماني چارو په وزارت كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړے چوهدري نصير احمد عباس سدهو هم موجود  ؤ ۔ډاكټر طارق فضل چوهدري د آزاد كشمير نامزد صدر سره خبرو كښې ووئيل  د پونچھ ډويژن څخه د ډاكټر نجيب نقي نامزدګي د خاص اهميت وړ ده۔دا نامزدګي د سيمه ايز توازن  او سياسي شموليت د عزم عكاس ده ۔ ده ووئېل د آزاد كشمير ټولو سيمو ته به په سياسي نظام كښې  اهميت او نمائندګي وركولې كيږي۔ د ټولو سيمو د ځان سره روانولو ته پاك لرنه كوو ۔ده ووئيل  رياست د هرې منطقې اهميت او كردار تسليموي۔

مزید خبریں