اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزيرمملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي هېواد ته د پېښو بنيادي مسئلو حل او ښه سروس ډليوري لپاره د وفاق او صوبو ترجيحات يو كولو او وسائل و اختيارات لاندې كچي ته ورسولو ته اړتيا ده،حكومت مشكل نړيوالو حالاتو او د لويو معاشي جھړقونو باوجود معاشي استحكام ترلاسه كړے،معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې د شخصي څانګي كردار …
د بنيادي مسئلو حل،ښه سروس ډليوري لپاره د وفاق او صوبو ترجيحات يو كولو، وسائل و اختيارات لاندې كچي ته رسولو ته اړتيا ده۔د خزاني وزير مملكت ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ ته وينا
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزاني او ريلوے وزيرمملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي هېواد ته د پېښو بنيادي مسئلو حل او ښه سروس ډليوري لپاره د وفاق او صوبو ترجيحات يو كولو او وسائل و اختيارات لاندې كچي ته ورسولو ته اړتيا ده،حكومت مشكل نړيوالو حالاتو او د لويو معاشي جھړقونو باوجود معاشي استحكام ترلاسه كړے،معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې د شخصي څانګي كردار لوي اهميت لري۔د زيارت په ورځ ليډرز ان اسلام آبادبزنس سمټ ته وينا كښې ده ووئيل هېواد ته پېښي مسئلې يواځې د معيشت يا تر خزاني وزارت محدود نه دي بلكه تعليم، صحت، سكول څخه بهر ماشومان او د مجموعي واكمنۍ پشمول ګڼو څانګو سره تعلق لري او دا ټولي چاري د يو بل سره تړلي دي۔ وزير مملكت ووئيل بايد نظام اولس له د ښه خدمات وركړي۔ د ډھانچه جاتي مسئلو حل لپاره د هېواد د مجموعي طرز حكمرانۍ نظام بيا د سره جاج اخستل او هغه لا موثره كولو ته اړتيا ده،د حكومت اصلاحات پروګرام مقصد ګورننس او د خدمات وركړه ښه كول دي۔ وزير مملكت ووئيل د هېواد مسئلې په ښه ډول ترسره كولو لپاره دا چاري بنيادي اهميت لري،چې پكښې وفاق او د صوبو ترمينځه ترجيحات كښې همغږي او د وسائل و اختيارات لاندې كچي ته منتقل كول شامل دي، ده ووئېل كه وفاق او صوبې خپل ترجيحات يو نه كړي نو د محدود وسائلو موثر استعمال باوري كول به مشكل شي،تير كال د وفاق پرمختيائي بجټ نزدې يو زر اربه روپۍ ؤ دغسې د صوبو پرمختيائي وسائل نزدې 3.2 كھربه روپۍ وو،دغسې په مجموعي توګه نزدې څلور كھرب روپۍ پرمختيائي هلو ځلو لپاره موجود وې ۔ وزير مملكت ووئيل د وسائلو د وېش په اړه قامي مالياتي كميشن او صوبو څخه تر لاندې كچي وسائل منتقل كول هم مهمي چاري دي۔ د صوبائي مالياتي كميشن ايوارډز د موثر نظام نه لرلو له امله تر ځائې حكومتونو د وسائل منتقل كولو مسئله هم شته۔ وسائل او اختيارات لاندې كچي ته منتقل كولو سره دا مسئلې حل كيدې شي۔











