اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل نجي څانګي له زياته موقعه وركولو او معيشت كښې د نجي څانګي موثره كردار باوري كولو له حكومت بيلو څانګو كښې اصلاحات كوي ٬ اصلاحات، مالي معاملات كښې شفافيت او كاروبار كښې د آسانۍ اقدامات سره به هېواد كښې معيشت نور هم مستحكم شي۔ده دا خبره د پاكستان هائي كميشن لندن د …
نجي څانګي له زياته موقعه وركولو او معيشت كښې د نجي څانګي موثره كردار باوري كولو له حكومت بيلو څانګو كښې اصلاحات كوي ۔ د خزاني وزير په لندن كښې پاكستان انويسټمنټ راؤنډ ټيبل ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل نجي څانګي له زياته موقعه وركولو او معيشت كښې د نجي څانګي موثره كردار باوري كولو له حكومت بيلو څانګو كښې اصلاحات كوي ٬ اصلاحات، مالي معاملات كښې شفافيت او كاروبار كښې د آسانۍ اقدامات سره به هېواد كښې معيشت نور هم مستحكم شي۔ده دا خبره د پاكستان هائي كميشن لندن د سيوري لاندي پاكستان انويسټمنټ راؤنډ ټيبل ته وينا كښې وكړه چې پكښې د لندن نوموړو سرمايه كارو او نړيوالو مالياتي ادارو نمائندګانو ګډونه كولو۔د خزانې و محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون كولو ۔ د اسټيټ بينك آف پاكستان ګورنر جميل احمد، د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد او برتاينه كښې د پاكستان هائي كمشنر ټيپو عثمان هم په دې موقع موجود وو۔د خزاني وزير سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل حكومت پاكستان د هېواد معيشت مستحكمولو او كوټلي معاشي پرمختګ لپاره بشپړه هڅي كوي۔ده ووئيل حكومت بيلو څانګو كښې اصلاحات كوي دغسې چې نجي څانګي ته زياتي موقعې ترلاسه شي او معيشت كښې مؤثره كردار ترسره كړي۔د خزاني وزير ووئيل د حكومت د مالي پاليسۍ مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔ بجټ خساره كښې كمې شوې ، حكومتي آمدن زيات شوې او مالي و اداره جاتي اصلاحات كښې پيش رفت شوې۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل حكومت سركاري ادارو كښې اصلاحات سره سره د نجكارۍ عمل هم مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل د توان څانګه كښې اصلاحات، مالي معاملات كښې شفافيت او كاروبار كښې د آسانۍ اقدامات سره به د هېواد معيشت نور هم مستحكم شي ۔ ده ووئيل د ټيكس چارواكو صوابديدي اختيارات ختم كړې شوي دغسې ټيكس چارو كښې هيڅ ډول خصوصي رعايت نه كيږي۔دغسې په تنخاه دار طبقه كوم نوې اضافي ټيكس نه دې لګولې شوے۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل تير كال هېواد كښې راغلي سېلاب او مينځني ختيز كښې اوسني جنګ له امله د پاكستان معيشت ستونزو سره مخ شوې۔د مينځني ختيز صورتحال له امله په نړيواله كچه د تيل بيعي زياتي شوي۔ده ووئيل په پاكستان كښې كاروبار او د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته او د نړيوالو سرمايه كارو خوښي زياته شوي۔ دې نه پس د پوښتنو ځواب سيشن كښې د خزاني وزير د مالياتي ادارو نمائندګانو سره خبري اتري وكړي۔په دې مهال د پاكستان معيشت، سرمايه كارۍ ماحول، نړيوالو مالياتي ادارو سره مرستي او په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه











