د آئي ټي وفاقي وزيرې د ضلعې انتظاميې سره د پېټرول پمپس دوره ٬د ريليف سكيم په اړه د وګړو تاثرات واورېدل

  اسلام آباد۔17ستمبر(اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ضلعې انتظامې سره د مختلف پټرول پمپس دورې وكړې او د پي ايم پېټرول ريليف سكيم په اړه يې د وګړو تاثرات واورېدل ۔وفاقي وزيرې پرله پسې په دريمه ورځ هم په پټرول پمپس وګړو سره  ملاقاتونه وكړل  او د سكيم په اړه يې د هغوي تاثرات او مسئلې واورېدلې۔په دې موقع دې اعلان وكړو …

 

اسلام آباد۔17ستمبر(اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ضلعې انتظامې سره د مختلف پټرول پمپس دورې وكړې او د پي ايم پېټرول ريليف سكيم په اړه يې د وګړو تاثرات واورېدل ۔وفاقي وزيرې پرله پسې په دريمه ورځ هم په پټرول پمپس وګړو سره  ملاقاتونه وكړل  او د سكيم په اړه يې د هغوي تاثرات او مسئلې واورېدلې۔په دې موقع دې اعلان وكړو چې د وزيراعظم په خاص هدايات  د اولس آسانيو لپاره د رجسټرېشن ميسج بلكل وړيا كړے شوے ۔دې په وګړو زور راوړو چې هغوي د رجسټرېشن عمل  د ښودلې شوي رسمي طريقه كار له مخې بشپړ كړي دغسې چې د كومو ستونزو سره مخ نه شي۔وفاقي وزيرې ووئيل په ټول هېواد كښې  وزيراعظم  د پېټرول سكيم كاميابۍ له اولس ته ريليف وركوي٬دا ټارګټډ سبسډي په خاص توګه مستحقو او د لږ آمدن لرونكې طبقې ته آسانۍ وركولو لپاره وضع كړې شوې ۔په ارزان پېټرول ترلاسه كېدو وګړو په ريليف سكيم د اطمينان څرګندونې  كولو سره د وزيراعظم مننه وكړه