د قامي اسمبلۍ سپيكر د خبريال عثمان خان د پلار په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد ۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار اياز صادق د نېشنل پرېس كلب نائب صدر او د پي آر اے پخواني صدر  عثمان خان د پلار په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ سپيكر خپل د غمرازۍ پېغام كښې  د عثمان خان د پلار په مړينه  غمرازي ښكاره كولو  سره ووئېل  د مور پلار جلا كېدل يو نا راګرځېدونكې صدمه ده د چا …

 

اسلام آباد ۔ 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر  سردار اياز صادق د نېشنل پرېس كلب نائب صدر او د پي آر اے پخواني صدر  عثمان خان د پلار په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ سپيكر خپل د غمرازۍ پېغام كښې  د عثمان خان د پلار په مړينه  غمرازي ښكاره كولو  سره ووئېل  د مور پلار جلا كېدل يو نا راګرځېدونكې صدمه ده د چا غم چې په ټكو بيانېدے نشي۔ ده ووئېل   په دې مشكل ګھړۍ كښې  هغه د عثمان خان او د هغه د كورڼۍ په غم كښې برابر شريك دے۔ سپيكر  د لوي څښتن څخه د حق رسېدلي لوړو درجو  او د غم جنۍ كورڼۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔