اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د موسمياتي بدلونونو اثرات مقابلې كولو او پرمختيائي اهداف ځپلے كېدو څخه ساتلو لپاره په موثر تګلاره كار كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پاكستان چائنا انسټي ټيوټ(پي سي آئي)اعلٰی كچ پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬په ملاقات كښې د توان څانګه معاشي …
حكومت د موسمياتي بدلونونو اثرات مقابلې كولو او پرمختيائي اهداف ځپلے كېدو څخه ساتلو لپاره په موثر تګلاره كار كوي۔د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني د نړيوال پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د موسمياتي بدلونونو اثرات مقابلې كولو او پرمختيائي اهداف ځپلے كېدو څخه ساتلو لپاره په موثر تګلاره كار كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پاكستان چائنا انسټي ټيوټ(پي سي آئي)اعلٰی كچ پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬په ملاقات كښې د توان څانګه معاشي پالېسۍ اوږد مهاله اهداف سره سمولو په حكمت عملۍ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ايګزيكټو ډائرېكټر مصطفٰی حېدر سيد په مشرۍ كښې په ملاقات كونكې پلاوي كښې سفارت كارۍ٬خزانې او موسمياتي پالېسۍ نامتو پوهان شامل وو كومو كښې چې د پاورنګ پاسټ كول الائنس(پي پي سي اے)څخه جوليا اسكورپسكا او لورين كوليګن٬د راكي مانټين انسټي ټيوټ(آر ايم آئي)څخه ټائلر ماتسو او ټوني چن٬محمد عمر فاروق د پي سي آئي پخوانے ايم ډي او د پي پي آئي بي شاه جهاں مرزا او د برتانيې حكومت استازې مچل شامل وو۔وزير مملكت ووئيل د موسمياتي بدلونونو څخه پېدا شوي اثرات د پرمختګ كوونكو هېوادونو نمو متاثره كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت داسې موثر تګلاره كار كوي كومې څخه چې د موسميتي بدلونونو د اثرات مقابله كولې شي او پرمختيائي اهداف متاثر كېدو څخه هم بچ كولې شي۔پلاوي د حكومت اقدامات او تګلارې ستائېلو او په دې لړ كښې د خپلې مرستې باور وركړو۔










