اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه كارۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك نيپال كښې د اوسني تباهي كونكې سېلاب نه پس د روانې مرستې٬لټون٬ژغورنې او بحالۍ هڅو كښې د پاكستان لخوا د هر ممكن مرستې وړاندېز كړے دے۔د شوور په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د نيپال سفير ريتا ډهيتال سره د ملاقات په مهال ډاكټر مصدق ملك په …
وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك نيپال كښې د تباهۍ كونكې سلاب نه پس د ريسكيو او د بحالۍ هڅو له د پاكستان لخوا د هر ممكن مرستې وړاندېز

مزید خبریں
اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه كارۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك نيپال كښې د اوسني تباهي كونكې سېلاب نه پس د روانې مرستې٬لټون٬ژغورنې او بحالۍ هڅو كښې د پاكستان لخوا د هر ممكن مرستې وړاندېز كړے دے۔د شوور په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د نيپال سفير ريتا ډهيتال سره د ملاقات په مهال ډاكټر مصدق ملك په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره ووئېل د دې پېښې په نتيجه كښې د شوي زيان ازاله په ټكو ممكن نه ده۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې د نيپال سره ولاړ دے او سرچ٬ رېسكيو او ريكوري آپريشنز كښې د خپلو تجربو٬تكنيكي صلاحيت او ترلاسه وسائلو اشتراك لپاره چمتو دے۔ده ووئيل د قدرتي آفتونو په بشپړه توګه مخ نيوې نشې كېدې خو د دې اثرات د شريكو اقداماتو د لارې كمېدې شي۔په ملاقات كښې د موسمياتي بدلونونو له امله په پېدا شوې معاشي زيان هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير ووئيل د سړكونو٬رابطه كارۍ او نورو بنيادي ډهانچو ته رسېدلې زيان څخه د نيپال په معيشت هم فشار راغلے دے۔ده ووئيل پرمختګ كوونكي هېوادونه دومره په لويه پيمانه د موسمياتي بدلونونو زيان يوازې برداشت كولې نه شي او نړيوالې وروورلۍ له به د موسمياتي آفتونو څخه ځپليو هېوادونو لپاره په وخت او موثر مالي معاونت باوري كول وي۔وفاقي وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا هم د نيپال اولس سره د يو والي څرګندونې او د يو والي پیغام وروسولو۔په ملاقات كښې د پاكستان او نيپال ترمينځه د موسمياتي خطرو تشخيص٬ د جي ايل او ايف مانيټرنګ٬ابتدائي د خبر داري نظام٬ډيزاسټر مينجمنټ او د جديد ټېكنالوجي كارولو پشمول د شريكې مرستې په بيلو پړاؤنو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه










