اسلام آباد۔16ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د ډیجیټل ګورننس، بنیادي شناختي نظام، مصنوعي ځېركتيا او د ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر په څانګو كښې د پاکستان او صومالیه تر مينځه د مرستې په وده زور راوړلو سره وئېلي دي د مشترکه چیلنجز مقابلې له د پرمختګ كوونكو هېوادونو ترمينځه شريكو تجربو او د عملي حل تبادله ضروري ده ۔د سېنېټ چیئرمین د دې خیالاتو څرګندونه مقامي …
د پاکستان او صومالیه تر مينځه ډیجیټل ګورننس كښې د مرستې لا مضبوطولو ته ضرورت دے ، سید یوسف رضا ګیلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔16ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د ډیجیټل ګورننس، بنیادي شناختي نظام، مصنوعي ځېركتيا او د ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر په څانګو كښې د پاکستان او صومالیه تر مينځه د مرستې په وده زور راوړلو سره وئېلي دي د مشترکه چیلنجز مقابلې له د پرمختګ كوونكو هېوادونو ترمينځه شريكو تجربو او د عملي حل تبادله ضروري ده ۔د سېنېټ چیئرمین د دې خیالاتو څرګندونه مقامي هوټل كښې د صومالیه -پاکستان د بنيادي شناخت او د ډيجېټل پپلك انفراسټرکچر پروګرام اختتامي دستورې ته د خاص مېلمه په حېث وكړه ۔چیئرمین د پروګرام تابيا او په کامیاب تکمیل د ملګرو ملتونو د ترقیاتي پروګرام (یو این ډي پي ) ستئانې كولو سره ووئېل معنی لرونكې نړيواله مرسته يوازې تر رسمي لوظ نامو محدود نه ده بلکې د علم، تجربو او د عملي حل د تبادلې د لارې د ادارو مضبوطولو او د اولس په ژوند كښې د ښه والي راوستو نوم دے ۔ ده په اوسنو كښې د سینیټ موبائل ایپلی کیشن اجراء د زیات مؤثر، پاك او اولس دوسته پارلیمان پلو يو مهم ګام وګرځولو ۔ده ووئېل پاکستان په اوسنو كښې په ورډ آرټیفیشل انټیلې جنس کوآپریشن آرګنائزیشن (WAICO) كښې د باني غړي په حیث ګدون كړے كوم چې د مصنوعي ځېركتيا په څانګه كښې په خاص توګه د ګلوبل ساؤتھ هېوادونو تر مينځه د نړوالې مرستې لپاره د پاکستان د عزم مظهر دے ۔ ۔د سېنېټ چیئرمین په ترقیاتي شراکت دارو په څاص توګه په یو این ډي پي زور راوړو چې هغه د ساؤتھ۔ ساؤتھ او ټرائي اینګولر کوآپریشن تر مخه د داسې اقدامات معاونت پرله پسې روان اوساتي۔ ده هيله ولرله چې دا پروګرام به د پاکستان او صومالیه تر مينځه د تل پاتي ادارہ جاتي مرستې بنیاد لا مستحکم کړي ۔ دستوره كښې د یو این ډي پي د پاکستان ریزیډنټ استازي ډاکټر سیموئل رزک، د صومالیه د نیشنل آئیډینټي فکیشن اینډ رجسټریشن اتھارټي ډائریکٹر جنرل عبدی والی علي ، مېلمنو او نورو وېنا والو ګدون كولو۔










