د مکې مکرمې  په نخښه كولو هڅو په ضد  د جمعې ورځ  به  د ’’یومِ مذمت‘‘  په توګه نماځلې شي ، طاهر اشرفي

  اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي  پي )د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن او د انټرنیشنل تعظیمِ حرمین شریفین کونسل سېكټري جنرل حافظ محمد طاهر محمود اشرفي اعلان کړے دے چې راروانه جمعه به د مکې مکرمې په نخښه كولو  هڅو   په ضد  او  سعودي عرب كښې په  مقدس مقامات د بريد هڅې خلاف  خلاف ګرد هېواد كښې  د ’’یومِ مذمت‘‘ په توګه نمانځلې شي ۔د شورو په ورځ پریس کانفرنس ته …

 

اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي  پي )د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن او د انټرنیشنل تعظیمِ حرمین شریفین کونسل سېكټري جنرل حافظ محمد طاهر محمود اشرفي اعلان کړے دے چې راروانه جمعه به د مکې مکرمې په نخښه كولو  هڅو   په ضد  او  سعودي عرب كښې په  مقدس مقامات د بريد هڅې خلاف  خلاف ګرد هېواد كښې  د ’’یومِ مذمت‘‘ په توګه نمانځلې شي ۔د شورو په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې ده   د هر  مکتبِ فکر علماء، مذهبي لارښودو  ، خطباء او  ائمه ته غږ  وكړو چې هغوي د جمعې په  خطبو كښې د دغې بريدونو غندنه وكړي او د  حرمین شریفین حرمت، سلامتیا او  تحفظ  په اړه  د امتِ مسلمه متفقه  مؤقف رامخې ته كړي  ۔ ده ووئېل  دوه اربه مسلمانان د  سعودی عرب  په مشرۍ كښې او د  اولس سره ولاړ دي  ۔ ده په خبره زور راوړلو سره ووئېل  د حرمین شریفین په حرمت، سلامتیا او  تحفظ كومه سمجھوته نشي كېدې۔پریس کانفرنس كښې مولانا ذوالفقار احمد، مولانا زاهد منصور، مولانا قاسم قاسمي ، مولانا ابوبکر صابري ، مولانا افضل شاہ، مولانا عبدالغفار او   نورو علماء و مذهبي لارښودو ګډون كولو ۔

مزید خبریں