اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول د سهولت ډيسك جوړولو امر سره ووئېل اولس ته دې په رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن لارښونه وكړی شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډي په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول د سهولت ډيسك جوړولو امر وګرو

مزید خبریں
اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره د انتظاميې٬رضا كارو او پیټرول پمپ عملې پشمول د سهولت ډيسك جوړولو امر سره ووئېل اولس ته دې په رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن لارښونه وكړی شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د خليج صورتحال په لړ كښې د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د اضافې څخه لږ آمدن لرونكې او متوسط طبقې ته ريليف وركولو لپاره په پي ايم سپيشل ريليف سكيم د پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ پي ايم سپيشل ريليف سكيم له مخې موټر سائيكل٬ركشه او تر 800 سي سي ګاډو مالكانو ته به فيول سبسډي وركړې كيږي۔وزيراعظم د اولس لپاره د سبسډۍ په آسانۍ ترلاسه كولو لپاره انتظاميې٬رضا كارو او د پیټرول پمپ عملې پشمول د سهولت ډيسك جوړولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل ريليف وركولو لپاره دې په سهولت ډيسك موجود كسان د سكيم مستحق وګړو رهنمائي وكړي٬اولس ته د رجسټرېشن او نور ضروري پړاؤ كښې هر ممكن رهنمائي وركړي۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته په اولس كښې د سكيم په اړه د كومې هم خبرتيا لپاره د متحرك پاتې كېدو هدايت وكړو ۔په غونډه كښې وزيراعظم د فيول سبسډي پېشرفت په اړه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اسلام آباد كښې د سكيم پائلټ پرانستې نه پس اوس د ټول هېواد پشمول آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان كښې د سكيم پرانسته شوې ده٬دا سكيم د اولس لپاره ډېر آسان كړے شو ے۔ د فيول سبسډي سكيم رجسټرېشن لپاره يوازې څلور معلومات ضبرورت دي ٬شناختي كارډ نمبر٬ د ګاډي نمبر پليټ٬ د رجسټرېشن صوبه او د ګاډي رجسټريشن تاريخ دې سكيم كښې د رجسټرېشن لپاره ضروري دي۔بريفنګ كښې دا هم ووئېل شول چې د فيول سبسډي سكيم بشپړ تفصيلات په اردو ويب پاڼه www.pmfuelrelief.pk موجود دي۔ د كامياب رجسټرېشن كوونكو شمېره زياتېږي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬وفاقي وزيرانو احد خان چيمه٬عطاﺀ الله تارړ٬شزا فاطمه خواجه٬علي پروېز ملك٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬خاص مرستيال طارق باجوه او اړوند ادارو اعلٰی چاواكو ګډون كولو











