بلوچستان د پاكستان د كلتوري پیژندګلو حاشيه نه بلكې يو بنيادي باب دے۔د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير

  كوئټه 16ستمبر(اے پی پی)د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي  بلوچستان د پاكستان د كلتوري شناخت حاشيه نه بلكې يو بنيادي باب دے آ مونږ يو داسې پاكستان غواړو كوم كښې چې يو وګړي ته دا محسوس نه وي چې زمونږ ژبه٬كلتور يا سيمه ايز شناخت نظر انداز كولې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سردار بهادر خان يونيورسټۍ كښې د بلوچستان سينټر آف ايكسيلنس …

 

كوئټه 16ستمبر(اے پی پی)د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي وئېلي دي  بلوچستان د پاكستان د كلتوري شناخت حاشيه نه بلكې يو بنيادي باب دے آ مونږ يو داسې پاكستان غواړو كوم كښې چې يو وګړي ته دا محسوس نه وي چې زمونږ ژبه٬كلتور يا سيمه ايز شناخت نظر انداز كولې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده سردار بهادر خان يونيورسټۍ كښې د بلوچستان سينټر آف ايكسيلنس بلوچستان حكومت او د پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ په همكارۍ راجوړ كړي سيمينار ته خطاب كښې وكړه ۔په دستوره كښې د بلوچستان د تعليم وزيره راحيله حميد دراني٬فيډرل سېكرټري اسد رحمان ګيلاني٬د پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ چيف ايګزيكټو آفيسر٬نادر ګل بړيچ ٬د بلوچستان سينټر آف ايكسلينس چيف كوآرډينيټر آفيسر ډاكټر دوست محمد٬د سردار بهادر خان يونيورسټۍ وائس چانسلرې پروفيسر ډاكټر روبينه مشتاق٬د لوك ورثه ايګزيكټو ډائرېكټر ډاكټر وقاص سليم او د هيبلي ټيشن سينټر انچارج فميده كاكړ ګډون كولو۔د دې سيمينار مقصد د قا مي كلتوري بيانيې اهميت رامخې ته كول٬وده  د ځوانانو او د زده كوونكو  مثبت او تعميري او موثر كردار ادا كولو لپاره متحرك كول وو۔سيمينار ته خطاب كښې خاص مېلمه  د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي ووئيل بلوچستان د پاكستان د كلتوري پیژندګلو حاشيه نه بلكې يو بنيادي باب دے۔ده ووئيل د بلوچستان نه بغېر د پاكستان تاريخ٬تهذيب او د قامي شناخت تصور بشپړېدے نه شي۔د دې نه علاوه ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ يو داسې پاكستان غواړو چې پكښې كوم هم وګړې ته محسوس نه شي چې زمونږ ژبه٬كلتور يا سيمه ايز شناخت نظرانداز كولې كيږي۔د د بلوچستان د تعليم وزيې راحيله حميد دراني خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې كلتور كله هم د تقسيم ذريعه جوړول نه دي پكار بلكې دا خلقو ترمينځه د تړلو ښه وسيله ده۔دې ووئېل  د ټولو كلتورونو احترام كول  او شريك اتحاد ته وده وركول ضروري ده

مزید خبریں