اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې آټو او آټو پارټس مينو فيكچرنګ پالېسي 2026-31 په اړه د كمېټۍ غونډه وشوه كومه كښې چې د پالېسۍ مسودې تفصيلي جاج اغستو سره هغې ته ډېر زر د حتمي شكل وركولو لپاره هره ورځ د غونډې كولو پريكړه وشوه ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په غونډه كښې …
د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د آټو او آټو پارټس مينو فيكچرنګ پالېسي 2026-31 په اړه د كمېټۍ غونډه٬پالېسي ته ډېر زر د حتمي شكل وركولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې آټو او آټو پارټس مينو فيكچرنګ پالېسي 2026-31 په اړه د كمېټۍ غونډه وشوه كومه كښې چې د پالېسۍ مسودې تفصيلي جاج اغستو سره هغې ته ډېر زر د حتمي شكل وركولو لپاره هره ورځ د غونډې كولو پريكړه وشوه ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په غونډه كښې د توان وزير اويس احمد خان لغاري٬د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر او اړوند وفاقي وزارتونو٬ډويژنونو او د ادارو استازو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د آټو پالېسۍ په مسوده تفصيلي غور وشو او پريكړه وكړې شوه چې پالېسۍ ته به حتمي شكل وركولو نه وړاندې د ټولو مهمو چارو جامع جاج اخستلې شي۔ګډون كوونكو د آټو پالېسۍ په اړه ټولو وزارتونو او د اړوند ادارو په تحفاظات د شق وار غور كولو پريكړه وكړه او د پالېسۍ د ختمي مسودې د قانوني٬مالي او انتظامي اړخونو د جاج اغستو په اړه هم اتفاق وكړے شو ۔په غونډه كښې پالېسۍ مسودې ته زر حتمي شكل وركولو لپاره هره ورځ د غونډې كولو پريكړه وشوه ۔ګډون كوونكو په دې امر هم اتفاق وكړو چې آټو او آټو پارټس مينو فيكچرنګ پالېسي 2026-31 به د وزيراعظم منظور شوې پالېسي ترجيحات سره سمه ساتلې شي











