اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د فرانس په پاكستان كښې موده ترسره كونكي سفير نكولس ګالے د شورو په ورځ د مخه ښېې ملاقات وكړو چې پكښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې دوامداره ساتلو له د عزم پخلے وكړے شو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان او فرانس …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره خپله وظيفائي موده ترسره كونكې فرانسوي سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د فرانس په پاكستان كښې موده ترسره كونكي سفير نكولس ګالے د شورو په ورځ د مخه ښېې ملاقات وكړو چې پكښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې دوامداره ساتلو له د عزم پخلے وكړے شو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان او فرانس اړيكې لا قوي كولو لپاره د سفير نكولس ګالے خذمات وستائېل۔وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به فرانس سره پخوانې اړيكې لا قوي او پراخه كوي۔ده ووئيل د دې مقصد لپاره به سياسي روابط٬اقتصادي مرستې٬پرمختيائي څانګه كښې مرستې او په اولسي كچه روابط ته لا وده وركولې شي۔په ملاقات كښې دواړو خوا د اعلٰی كچ د رسمي روابط په اهميت زور راوړلے شو ۔ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو بشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې روانې ساتلو له د عزم هم پخلے وكړے شو ۔دغسې وزيراعظم به دې مهال د فرانسوي صدر ايمانوئل ميكرون لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم سفير نكولس ګالے لپاره د سباؤن په ذمه وارو كښې كاميابۍ لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔









