پاكستاني د آئي سي ټي برآمدات د  4.6 ارب ډالرو ٬ 161 ملين براډ بينډ صارفينو٬ د كال 75 زره ګريجويټس او سافټ ويئر انجينئرز د ورك فورس برخه جوړيږي۔شزه فاطمه خواجه

  اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي په مالي كال 26-2025 كښې د پاكستان آئي سي ټي برآمدات تر 4.6 ارب امريكائي ډالرو رسېدلې دي ۔د قومي اے آئي پالېسي له مخې تر 2027 لس لكه اے آئي پروفيشنلز د جوړولو  هدف مقرر كړے شوے ۔په هېواد كښې د 161 ملين څخه زيات براډ بينډ صارفين٬  د 17200 كلوميټر اوږد …

 

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي په مالي كال 26-2025 كښې د پاكستان آئي سي ټي برآمدات تر 4.6 ارب امريكائي ډالرو رسېدلې دي ۔د قومي اے آئي پالېسي له مخې تر 2027 لس لكه اے آئي پروفيشنلز د جوړولو  هدف مقرر كړے شوے ۔په هېواد كښې د 161 ملين څخه زيات براډ بينډ صارفين٬  د 17200 كلوميټر اوږد فائبر آپټك نيټ ورك او د جي 5 او نيكسټ جنريشن كنيكټيوټي لپاره 750 ميګاهرټز څخه زيات  د سپيكټرم اجرا عمل كښې راوستلې شوې دې٬د پاكستان 68 فيصد آبادي د 30 كاله څخه كم عمره ده ٬ د كال  75 زره څخه زيات  د آئي ټي ګريجويټس او سافټ ويئر انجينئرز ورك فورس برخه كرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ ټوكيو كښې د جاپان ايكسټرنل ټريډ آرګنائزيشن(جيټرو) تر سيوري لاندې  د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ (پي ايس اي بي)په مرسته راجوړ كړي”پاكستان بزنس سيمينار”ته ورچوئل وينا كښې وكړه ۔د سيمينار عنوان” د پاكستان ډيجيټل بدلون او جاپان سره  د شراكتدارۍ موقعې”وې چې پكښې  د دواړو هېوادونو سينئر سركاري چارواكو٬تجارتي او صنعتي لارښودو او ټېكنالوجۍ ايګزيكټوز ګډون وكړو ۔په دستوره كښې په جاپان كښې د پاكستان سفير عبدالمجيد٬پاكستان كښې د جاپان سفير شوئيچي اكاماتسو٬ سي اي او پي ايس اي بي فيصل جدي٬جيټرو ايګزيكټو وائس پريذيډنټ اكيكو اوكومورا او د جاپان معيشت وزارت٬تجارت او صنعت ډپټي ډائرېكټر جنرل ناريتوشي تاكاياما هم موجود وو ۔شزه فاطمه خواجه په پاك جاپان  اړيكو رڼا اچولو سره ووئېل  د دواړو هېوادونو ترمينځه  د شراكتدارۍ وړاندې باب به  په ډيجيټل او تكنيكي مرسته اډانه وي۔دې ووئيل جاپان   د نړيوال معيار نفاست٬ټېكنالوجي او انجينئرنګ مهارت لري  او پاكستان صلاحيت لرونكي افرادي قوت او پراختيا وركوي۔دې د جاپان كمپنو ته د پاكستان آئي ټي په سيكټر كښې د ريسرچ اينډ ډوېلپمنټ سينټرز جوړولو٬ د پوهنتونونو او صنعت قوي روابطو او په مشتركه پراډكټ ډوېلپمنټ كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔وفاقي وزيرې د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت سپيشل انويسټمنټ فيسيليټيشن كونسل (ايس آئي ايف سي)پليټ فارم څخه غېر ملكي سرماريه كارو ته هر ممكنه سهولت او مرسته وركوي۔