اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پاكستان پارټۍ(آئي پي پي)صدر عبدالعليم خان مكه ريجن پلو د ډرون بريد د هڅې سخته غندنه كړې ده۔په سوشل ميډيا پليټ فارم"ايكس"جاري بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير ووئېل داسې كوم هم اقدام په قطعي توګه ناقابل قبول او د ټولې اسلامي نړۍ جذبات سخت مجروح كولو مترادف دے۔ده ووئيل د حرمين شريفين تقدس د هر مسلمان ايمان او …
د حرمين شريفين په تحفظ كومه سمجوته نشي كېدې۔د مواصلات وفاقي وزير د مكه ريجن پلو د ډرون بريد غندنه وكړه
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير او د استحكام پاكستان پارټۍ(آئي پي پي)صدر عبدالعليم خان مكه ريجن پلو د ډرون بريد د هڅې سخته غندنه كړې ده۔په سوشل ميډيا پليټ فارم”ايكس”جاري بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير ووئېل داسې كوم هم اقدام په قطعي توګه ناقابل قبول او د ټولې اسلامي نړۍ جذبات سخت مجروح كولو مترادف دے۔ده ووئيل د حرمين شريفين تقدس د هر مسلمان ايمان او د عقيدې لازمي او بنيادي جز دے۔عبدالعليم خان د سعودي عرب سلامتيا٬خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا له د پاكستان لخوا د بشپړه يو والي پخلې كولو سره ووئېل پاكستان ورور اسلامي هېواد سعودي عرب او د مقدس ځايونو تحفظ لپاره په هر ډګر ولاړ دے او په دې معامله كښې به په كومه هم توګه وروستو پاتې نه شي۔ده په اسلامي نړۍ زور راوړو چې د موجوده چیلنجونو مخ نيوي لپاره ټولو اسلامي هېوادونو له په سمدستي توګه په ګډه د مسئلو پائيدار حل راويستل پكار دي۔











