د مېډيكل اېنډ ډېنټل كالجرز داخله ټېسټ په 20 ستمبر كيږي, امتحانی عمل لا ښه او خوندي جوړ كړے شوے : د روغتيا وفاقي وزير خبري كنفرنس

  اسلام آباد۔16 ستمبر(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي سږ كال به د مېډیکل اېنډ ډېنټل کالجز د داخلې ټېسټ په 20 ستمبر 2026 ګرد هېواد كښې كيږي۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل سږ كال اېم ډي كېټ لپاره په ګرد هېواد كښې 34 امتحاني مرکزونه جوړ كړے شوي  ٬ په رياض ٬ سعودي عربستان كښې يو نړيوال …

 

اسلام آباد۔16 ستمبر(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي سږ كال به د مېډیکل اېنډ ډېنټل کالجز د داخلې ټېسټ په 20 ستمبر 2026 ګرد هېواد كښې كيږي۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل سږ كال اېم ډي كېټ لپاره په ګرد هېواد كښې 34 امتحاني مرکزونه جوړ كړے شوي  ٬ په رياض ٬ سعودي عربستان كښې يو نړيوال مركز هم جوړ كړے شوے دے۔ په مجموعي توګه يو لك 38 زره 160 كانديدانو امتحان لپاره رجسټرېشن كړے دے۔ د روان كال په مهال امتحانی عمل زيات ښه او خوندي جوړ كړے شوے ۔ وفاقی وزیر ووئيل سږ كال په 8 زره  پوښتنو مشتمل بېنک وضعه كړے شوے ۔ دې مقصد لپاره ګرد هېواد څخه نزدې د 80 پوهانو خذمات ترلاسه كړے شوي كومو چې نزدې تر دوو مياشتو د امنيت په خصوصي انتظامات كښې  پوښتنې رامخې ته كړې دي ۔ ده ووئيل په 8 زره  پوښتنو كښې هرې يوې صوبې ته په 180 ٬ 180  پژښتنو مشتملې دوه بېلې بېلې پېپرې وركړې شوي دي۔ كومو څخه به چې اړونده صوبه او ميېډيكل پوهنتونونه امتحاني پرجه جوړوي۔ وفاقي وزير ووئيل په تېر وخت كښې به ګرد هېواد كښې يو پېپر وه او دا وارې هرې يوې صوبې له جلا جلا پېرې جوړې كړې شوي دي۔ ده ووئيل د آزاد كشمير زده كوونكو لپاره خصوصي انتظامات شوي دي۔ د انټرنېټ  مسئلې تر مخه دغلته زده كوونكو ته د هارډ كاپۍ سهولت وركړے شوے دے۔ د آزاد كشمير سره سره په اسلام آباد كښې هم دې زده كوونكو لپاره خصوصي امتحاني مركزونه جوړ كړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم هم د اېم ډي كېټ په كولو كښې د امنيت او شفافيت باوري كولو هدايت كړے دے۔ وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال ووئيل كه امتحاني پرچه ليك وه يا د سپېځلتيا تقاضې ترسره نه كړې شوې نو اړوند پوهنتون به ذمه وار ګرځولې شي۔ وفاقي وزیر ووئيل سږ كال په مېډيكل كالجونو كښې داخلو لپاره په مجموعي توګه 22 زاره چوكۍ  مختص شوي۔ وفاقی وزیر ووئيل شخصي ادارو كښې د معياري تعليم كمي  په اړه ګېلې رامخې ته كيږي او پي اېم اېنډ ډي سي په حقله سخت ګامونه پورته كوي۔ وفاقي وزير ووئیل  د کومو بهرنیو زده کوونکو یا کسانو په پاکستان کښې د اوسېدو اسناد چې نیمګړي دي، بېرته شړل کېږي۔ د هغوی د وېنا له مخې  په دې پالېسۍ کښې یوازې افغان زده کوونکي شامل نه دي، بلکې د نورو هېوادونو زده کوونکي، د انجینرنك زده کوونکي او په پاکستان کښې کارکوونکي کسان هم شامل دي