اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پمز روغتون كښې د فائر سيفټي پشمول د نظام ښه والي٬نړيوالو تقاضو سره سمول او د انكوائري رپورټ په رڼا كښې مجوزه اقدامات په راتلونكو درېو مياشتو كښې د بشپړولو هدايت سره وئېلي دي د پمز روغتون ښه والي لپاره تل پاتي اقدامات له جامع تګلاره به مرتب كولې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان …
وزيراعظم د پمز روغتون انكوائرۍ رپورټ په رڼا كښې د مجوزه اقداماتو په درېو مياشتو كښې د بشپړولو امر
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پمز روغتون كښې د فائر سيفټي پشمول د نظام ښه والي٬نړيوالو تقاضو سره سمول او د انكوائري رپورټ په رڼا كښې مجوزه اقدامات په راتلونكو درېو مياشتو كښې د بشپړولو هدايت سره وئېلي دي د پمز روغتون ښه والي لپاره تل پاتي اقدامات له جامع تګلاره به مرتب كولې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پمز روغتون ښه والي لپاره په تګلاره غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پمز تحقيقاتي رپورټ او د قومي روغتيا وزارت لخوا د پمز پرفارمينس آډټ جاج واخستلے شو ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې انكوائري رپورټ كښې د مجوزه لنډې مودې په اقدامات عملدرآمد په راتلونكو درېو مياشتو كښې باوري كړئ٬پمز روغتون كښې ښه والي او دا د نړيوال تقاضو سره سمولو لپاره هم هر ممكنه اقدامات دې وكړے شي٬ دغسې د فائر سيفټي په اړه نظام لپاره پي كے ايل آئي څخه معاونت او تجاويز دې واخستلې شي۔وزيراعظم ووئيل د ډپليو ايچ او په رپورټ كښې په موجود وړاندېزونو دې غور كولو سره په دغې عملدرآمد هم باوري كړے شي٬په روغتون كښې د داروګانو وركولو او سهوليات وړيا وركولو لپاره دې هم لائحه مرتب كړی شي٬دغسې د پمز روغتون ښه والي لپاره د ښه شهرت لرونكے افرادي قوت دې تعينات كړے شي٬ ده ووئل د پولي كلينك روغتون آډټ دې هم وكړے شي او بې ضابطګۍ دې لرې كړی شي او د تنظيم نو تګلاره دې رامخې ته كړې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې سي ډي اے دې اسلام آباد كښې په ټولو سركاري او شخصي روغتونونو كښې د فائر سيفټي په اقدامات علمدرآمد باوري كړي٬سي ډي اے او ټولې اړوند ادارې دې سركاري او شخصي دفترونو او ودانيو كښې د فائير سيفټي آډټ باوري كړي٬ټولو دفترونو او وداينو كښې دې په فائر سيفټي اقداماتو عملدرآمد وكړے شي۔غونډې ته د قامي روغتيا وزارت لخوا د پمز روغتون ښه والي او دا د نړيوال معيار څخه سمولو لپاره په اقدامات بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول د پمز روغتون په پرفارمنس آډټ كښې په جانچ كړو انډيكيټرز كښې 90 فيصده د قبلولو وړ هدف په مقابل كښې يوازې 39.7 فيصد كمپلائنس وموندلے شول۔غونډې ته ووئيل شول د پمز تحقيقاتي رپورټ په رڼا كښې په 37 مجوزه اقدامات سمدستي عملدرآمد باوري كړے كيږي او غونډې ته په لنډه٬مينځنۍ او اوږدې مودې په اقداماتوهم بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ٬احد خان چيمه٬عطاﺀ الله تارړ٬سيد مصطفٰی كمال٬خاص مرستيال مختار احمد بهرتھ او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔












