اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د مكې مكرمې هدف ګړځولو د هڅې په سختو ټكو غندنې كوول سره وئيلي دي دا هڅه د اسلام تر ټولو مقدس خاورې د حرمت خلاف ورزي ده۔ د شورو په ورځ په اېكس د غندنې خپل بيان كښی ده ووئيل حرمېن شرېفېن د كوم جنګ مېدان نه دے ٬ د مقدس ځايونو سياسي يا عسكري …
د پارليماني چارو وفاقي وزير د مكې مكرمې هدف ګړځولو هڅې غندنه وكړه
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د مكې مكرمې هدف ګړځولو د هڅې په سختو ټكو غندنې كوول سره وئيلي دي دا هڅه د اسلام تر ټولو مقدس خاورې د حرمت خلاف ورزي ده۔ د شورو په ورځ په اېكس د غندنې خپل بيان كښی ده ووئيل حرمېن شرېفېن د كوم جنګ مېدان نه دے ٬ د مقدس ځايونو سياسي يا عسكري عزائمو لپاره هدف جوړولو اجازه به چا له ورنه كړې شي ۔ د ده وېنا وه چې د حرمېن شرېفېن هدف ګرځول يا د دې سلامتيا خطر سره د مخ كولو هڅه هېڅ جواز نه لري او دا د قبلولو وړ نه ده۔ د دې پارونكې او شرم وړ هڅې په سختو ټكو غندنه كوو۔ ده ووئيل د مكې مكرمې او مدينې منورې سلامتيا ٬ امن او احترام د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره مقدس دے او په دې به كومه سودا ونه كړې شي ۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې حرمېن شرېفېن ٬ ټولو زائرينو او مقدسه خاوره له هر ډول شر او فتنې څخه محفوظه اوساتي او د مقدسې خاورې امن ته زيان رسونكې هر هڅه دې ناكامه كړي












