کېپ ټاؤن۔16ستمبر(اے پی پی)دقومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ملائیشیا هاؤس آف رپرېزنټېڼوِز سپیکر ډاکټر جوهری بن عبدل سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني اړيكو په لا مستحكمولو موافقت وكړې شو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سردار اياز صادق په دې موقع ووئيل پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس د دواړو هېوادونو ترمنځه اړيكې لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل …
د قومي اسمبلۍ سپيكر خپل ملائيشين همڅنګ سره ملاقات ٬ د دوه اړخيزه پارليماني اړيكو په مستحكمولو اتفاق
کېپ ټاؤن۔16ستمبر(اے پی پی)دقومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ملائیشیا هاؤس آف رپرېزنټېڼوِز سپیکر ډاکټر جوهری بن عبدل سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني اړيكو په لا مستحكمولو موافقت وكړې شو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې سردار اياز صادق په دې موقع ووئيل پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس د دواړو هېوادونو ترمنځه اړيكې لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په منځني ختيز كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان د هڅو په ملاتړ كولو د ملائيشيا كردار د ستائنې وړ دې۔ پاكستان سيمه ايز امن او استحكام لپاره د سفارتي هڅو روانو ساتلو عزم لري۔ سپیکر ووئيل له پهلګام پېښې څخه وروستو د رامخې ته شوي تاؤ تريخوالي په مهال پاكستان امن ته ترجيح وركړه٬ هند سندھ طاس لوظنامه په يو اړخيزه توګه معطل كولو سره د نړيوال قانون خلاف ورزي وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د افغان خاورې لخوا ترهګرۍ سره مخ دے ٬ د سيمه ايزو شخړو سوليز حل اړين دے۔ ده ووئيل پاكستان منطقه كښې امن او استتحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ په مکه مکرمه جوائنټ ډيفنس لوظنامه مؤثر عملدرآمد به د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد كښې مرستياله ثابت شي۔ سپيكر سردار اياز صادق ملائيشين همڅنګ له د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔











