اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د پمز نرس رضیه نورین ته د تمغه شجاعت وركولو په شمول د مهمو سمريز منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په منظور كړې شوې سمريز كښې نېشنل انسټی ټیوټ آف فوک اېنډ ټرېډیشنل هېرېټېج (لوک ورثه)ترمیمی بل 2026، سټېنډرډ ټائم (تشریحِ حواله جات)ترمیمی بل 2026، د آرمډ فورسز …
صدر مملكت د پمز نرس ته د تمغه شجاعت وركولو په شمول د مهمو سمريز منظوري وركړه
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د پمز نرس رضیه نورین ته د تمغه شجاعت وركولو په شمول د مهمو سمريز منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په منظور كړې شوې سمريز كښې نېشنل انسټی ټیوټ آف فوک اېنډ ټرېډیشنل هېرېټېج (لوک ورثه)ترمیمی بل 2026، سټېنډرډ ټائم (تشریحِ حواله جات)ترمیمی بل 2026، د آرمډ فورسز انسټی ټیوټ آف یورولوجی (اے اېف آئی یو) راولپنډی ټېبل آف آرګنائزېشن اېنډ اېکوپمنټ ته بيا كتنه او په ماحول دوست ډول بحري جهازونو كښې د موجود مضر مواد انتظام سره د اړوند بل منظوري شامل ده۔ صدرِ مملکت د پمز سټاف نرس رضیه نورین ته د تمغه شجاعت وركولو منظوري هم وركړه كومې چې په پمز كښې د اور لګېدو پېښې په مهال خپل ځان خطر سره مخ كولو سره د يوازينې ژوندې پاتې شوې كوچنې حفاظت سره بهر راويستلې و۔ (اے پي پي وا ١٣٢١)









