اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مقدس ځاې مکه مکرمه په ضد د ډرون د بزدلانه او ناوړه بريد هڅې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي پاکستان د ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان د خپلواکۍ او سیمه ییز بشپړتیا دفاع سره سره د حرمېن شریفېن ساتنې او تقدس لپاره دغه هېواد سره يو برابر ولاړ دے۔د شورو په ورځ په اېكس يو بيان كښی وزيراعظم ووئيل د پاکستان …
د وزیراعظم لخوا په مکه مکرمه د ډرون برید د بې ننګه او ناوړه هڅې کلکه غندنه
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د مقدس ځاې مکه مکرمه په ضد د ډرون د بزدلانه او ناوړه بريد هڅې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي پاکستان د ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان د خپلواکۍ او سیمه ییز بشپړتیا دفاع سره سره د حرمېن شریفېن ساتنې او تقدس لپاره دغه هېواد سره يو برابر ولاړ دے۔د شورو په ورځ په اېكس يو بيان كښی وزيراعظم ووئيل د پاکستان ولس په دې پاروونکي اقدام ډېر غمجن او په سخت تشویش کښې دې٬ د دې غندلو وړ او نه بخښلو وړ اقدام په اړه زمونږ په زړه كښې د ژور غم دړد او اضطراب بيانولو له ټكي نه كافي كيږي۔ ده وويل مونږ د رائل سعودي وسله والو ځواكونو د غېر معمولي چمتوالي ٬ مړانې او پېشه ور صلاحيت ته سلام كوو كومو چې فوري كارروائي كولو سره بريد ناكامه كړو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ يو وارې بيا په ټولو فريقو زور راوړو چې هغوي د زيات زغم څرګندونه وكړي او د نورو تاوتريخوالي له خطر څخه شاته شي۔ ده ووئيل زمونږ سيمه د مخكښې نه شخړو زيانمنه كړې ده۔ ده ووئيل تلپاتي امن لپاره مذاكرات او سفارت كاري د عمل وړ يوازينېۍ لاره ده۔ ده ووئيل پاکستان د ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان د خپلواکۍ او سیمه ییز بشپړتیا دفاع سره سره د حرمېن شریفېن ساتنې او تقدس لپاره دغه هېواد سره يو برابر ولاړ دے او دا هغه ذمه واري ده كوم چې د هر پاكستاني زړه ته نزدې ده۔









