د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د مشر خبريال شوكت ډار په مړينه د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د مشر خبريال شوكت ډار په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دشورو په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير د ارواښاد شوكت ډار كورنۍ سره غمرازي كولو سره وويل د شوكت ډار د مړينې خبر په اورېدو راته سخت خفګان وشو۔ ارواښاد د صحافت په څانګه كښې د قدر وړ خذمات …

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د مشر خبريال شوكت ډار په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دشورو په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير د ارواښاد شوكت ډار كورنۍ سره غمرازي كولو سره وويل د شوكت ډار د مړينې خبر په اورېدو راته سخت خفګان وشو۔ ارواښاد د صحافت په څانګه كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ د ارواښاد په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكې زيان دے۔ د هغه صحافتي خذمات به ټول عمري له ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔(اے پي پي وا ١٢٤٠)