نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق په مشرۍ كښې د وزيراعظم فيول ريليف سكيم انتظامي چارو په اړه غونډه

  اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق په مشرۍ كښې د وزيراعظم فيول ريليف سكيم انتظامي پيروي په اړه غونډه وشوه او په دې خبره زور راوړولے شو چې رجسټرېشن دې آسان او د رسنې وړ جوړ كړے شي دغسې چې د استفادې خوښي لرونكو  كسانو ته د زياتې نه زياته ګټه ورسي۔د نائب وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير …

 

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق په مشرۍ كښې د وزيراعظم فيول ريليف سكيم انتظامي پيروي په اړه غونډه وشوه او په دې خبره زور راوړولے شو چې رجسټرېشن دې آسان او د رسنې وړ جوړ كړے شي دغسې چې د استفادې خوښي لرونكو  كسانو ته د زياتې نه زياته ګټه ورسي۔د نائب وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير ټول اړوندو كسانو ته هدايت وكړو چې موثر اولسي روابط او په پېټړول سټيشنو د كوم خنډ نه عملدرآمد باوري كړئ۔د وزيراعظم هدايات له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير په ټاكلے استازو زور راوړو چې د سكيم په اړه معلومات خپور او رجسټرېشن كښې آسانۍ وركړي۔ده هدايت وكړو چې د وزيراعظم يوتھ پروګرام رضا كار په اولسي رابطه  او رجسټرېشن عمل كښې شامل كړئ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير خبر كړے شو چې سكيم اسلام آباد كښې فعاله دے او د 16 ستمبر  2026 شپی 11:59 بجو پورې به ګرد پاكستان كښې پېل كړے شي۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزير٬د آئي ټي وزيرې٬پارليماني چارو وزير٬خزانې وزير مملكت٬د وزيراعظم خاص مرستيال٬٬آئي ټي سېكرټري او د اسلام آباد كيپټل ټيريټري څخه د قامي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو ۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں