د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د لبنان خپلواكۍ٬اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو

  اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د لبنان د خپلواكۍ٬اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كړے دے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ د لبنان داخله وزير احمد الحجار هركلے وكړو۔نائب وزيراعظم/خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره …

 

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د لبنان د خپلواكۍ٬اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كړے دے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ د لبنان داخله وزير احمد الحجار هركلے وكړو۔نائب وزيراعظم/خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره داخله وفاقي وزير محسن نقوي٬وزير مملكت طلال چوهدري او خارجه وزارت سينئر افسران هم موجود و و۔نائب وزيراعظم/ خارجه وزير د لبنان د خپلواكۍ٬اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو ۔ده قانون نافذ كوونكو ادارو كښې د مرستې او اولس سره د اولس روابط پشمول دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د خواهش څرګندونه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان-لبنان اړيكو او قانون نافذ كوونكو ادارو تر مينځه د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او سزا شوو كسانو منتقلۍ لوظ نامې په اړه لاس ليك يې دوه اړخيزه قانوني مرسته كښې يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره د لوظ نامې هركلے وكړو۔دوي د شريكې خوښې سيمه ايز او به نړيوال پېشرفت په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د لبنان وزير احمد الحجار سيمه ايز امن او د استحكام وده كښې د پاكستان رغنده كردار وستائېلو او د مكه مشتركه دفاعي لوظ نامه په لاس ليك يې  پاكستان له مباركي وركړه۔دغسې دواړو لارښودو د شريكې خوښې ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو له خپلې خوښۍ ښكاره كړې ۔

مزید خبریں