اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د وزيراعظم د خاص ريليف سکيم په ګرد هېواد كښې د پېل جاج اخستو لپاره د فيول سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ د نهمې غونډې مشري وكړه او په اسلام آباد كښې د کاميابې منصوبې نه وروستو کميټۍ په ګرد هېواد كښې د پېل كولو انتظامات ته حتمي شكل وركړو ۔ …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فيول سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د وزيراعظم د خاص ريليف سکيم په ګرد هېواد كښې د پېل جاج اخستو لپاره د فيول سبسډي په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ د نهمې غونډې مشري وكړه او په اسلام آباد كښې د کاميابې منصوبې نه وروستو کميټۍ په ګرد هېواد كښې د پېل كولو انتظامات ته حتمي شكل وركړو ۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا سکيم به موټر سائيکلو، تھري ويلرز او تر 800 سي سي ګاډو پشمول لوډرز او په پك اپ لاګو وي او د دې ټول خرڅ به وفاقي حكومت برداشت كوي٬ رجسټريشن اوس په ګرد هېواد كښې د 9771 د اېس اېم اېس د لارې اوپن دے٬ د فيول ټوکنز وصولي به د زيارت په شپه يعنې 12 بجې د شپې پېل كېږي۔ نائب وزيراعظم امر وكړٶ چې په پټرول سټيشنز ادائيګۍ دې د سټيټ بينک آف پاکستان د لارې په 24 ساعتو كښې ترسره كړې شي او صوبو ته ئې امر وكړٶ چې ھغوي د ضلعې په كچه رابطې بشپړې كړئ دغسې چې تر مطلوبه مستفيد كېدونكو كسانو ريليف د كوم تعطل نه غېر باوري كړے شي۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وزير ٬ د اطلاعات او خپرونو وزير، د آئي ټي و ټيلي کميونيکيشن وزير ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د پټروليم٬ آئي ټي و ټېلي كمېونيكېسن وفاقي سيکرټريز٬ د اوګرا چيئرمېن، د پي ټي اے چيئرمېن، د خېبر پښتونخوا٬ او بلوچستان چيف سيکرټريز٬ د پنجاب٬ آزاد جمو و كشمير٬ ګلګت بلتستان ډيشنل چيف سيکرټريز٬ اسلام آباد كېپټل ټېريټري او نورو وفاقي او د صوبائي څانګو لوړ پورو ګډون كولو۔









