اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي محفوظ، منظم او رسمي هجرت لپاره موثره پاليسي سازي ضروري ده، د مائيګريشن نظام كښې سپېځلتيا او ادارہ جاتي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے، د مائيګريشن ګورننس بهترۍ لپاره د پارلمان كردار د كليدي اهميت وړ دے۔ دا خبره ده په پارلمان كښې په پاکستان كښې د مائيګريشن ګورننس په اړه وړومبي پارلماني ډائيلاګ …
د مائيګرېشن نظام كښې سپېځلتيا او ادارہ جاتي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي محفوظ، منظم او رسمي هجرت لپاره موثره پاليسي سازي ضروري ده، د مائيګريشن نظام كښې سپېځلتيا او ادارہ جاتي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے، د مائيګريشن ګورننس بهترۍ لپاره د پارلمان كردار د كليدي اهميت وړ دے۔ دا خبره ده په پارلمان كښې په پاکستان كښې د مائيګريشن ګورننس په اړه وړومبي پارلماني ډائيلاګ ته خپلې وېنا كښې وكړه چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني، وفاقي وزيرانو او پارلماني غړو ګډون وكړو۔ ګورنر ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د هېواد د معيشت په پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي ، د غېر قانوني مائيګرېشن مخنيوي لپاره اولسي خبرتيا او د روزګار موقعو كښې اضافه ضروري ده۔ ده ووئيل كډه كوٶنكې كسان د بېلو سماجي، معاشي او انساني مسئلو سره مخ وي، محفوظ او د عزت هجرت لپاره د رياستي ادارو ترمېنځه موثره رابطه ضروري ده۔ ګورنر په دې خبره هم زور راوړو چې بهر هېوادونو كښې د روزګار خوښي لرونكو پاکستانيانو ته قانوني او د محفوظ هجرت موقعې به وركول وي۔









