په سرکاري ملکيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل موثره نګرانۍ ، سپېځلتيا، ښې واكمنۍ  او عملي اقدامات پلو روان دے۔ خرم شهزاد

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي په سرکاري ملکيتي ادارو (اېس او ايز) كښې د اصلاحات عمل مسئلې رامخې ته كولو سره مخ په وړاندې د موثره نګرانۍ ، سپېځلتيا، ښې واكمني او عملي اقدامات پلو روان دے، په تېر كال وړومبو شپږو مياشتو كښې د اېس او ايز کارکردګۍ څخه د مهم پيشرفت عکاسي كېږي۔ د نهې په ورځ …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي په سرکاري ملکيتي ادارو (اېس او ايز) كښې د اصلاحات عمل مسئلې رامخې ته كولو سره مخ په وړاندې د موثره نګرانۍ ، سپېځلتيا، ښې واكمني او عملي اقدامات پلو روان دے، په تېر كال وړومبو شپږو مياشتو كښې د اېس او ايز کارکردګۍ څخه د مهم پيشرفت عکاسي كېږي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل په تېر كال وړومبو شپږو مياشتو كښې سرکاري ادارو په مجموعي توګه 423.3 اربه روپۍ ګټه ترلاسه كړې ده، په زيان روانې ادارې د 342.8 ارب روپو مجموعي زيان سره مخ دي٬ د  سرکاري ادارو  لخوا حکومت ته په مجموعي توګه 839 اربه روپۍ وركړې شوې دي او حكومت دې ادارو سره د 804 اربه روپو معاونت كړے ے آ  دغسې  د سرکاري ادارو لخوا حكومت ته په مجموعي توګه 35 اربه روپۍ مثبت خالص مالي ګټه رسېدل رېكارډ شوې ده ۔

مزید خبریں