د سكرو کان  پیښې مزدورانو  مړي راويستلې شوي ،میر شعیب نوشیرواني

  کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي)د مائنز اینډ منرلز  بلوچستان وزير میر شعیب نوشیرواني وئېلي دي  په سورینج  سيمه كښې د سكرو کان افسوسناکې پیښې د دوو درځنونو  نه زياتو مزدورانو  مړي راويستلې شوي دي او ریسکیو آپریشن  لا روان دے  ۔ د ډي جي پي آر  بلوچستان نه جاري  خبر تر مخه  ده ووئېل  د وزیراعلیٰ  میر سرفراز بګټي په امر  صوبائي حکومت  د ریسکیو آپریشن مسلسل …

 

کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي)د مائنز اینډ منرلز  بلوچستان وزير میر شعیب نوشیرواني وئېلي دي  په سورینج  سيمه كښې د سكرو کان افسوسناکې پیښې د دوو درځنونو  نه زياتو مزدورانو  مړي راويستلې شوي دي او ریسکیو آپریشن  لا روان دے  ۔ د ډي جي پي آر  بلوچستان نه جاري  خبر تر مخه  ده ووئېل  د وزیراعلیٰ  میر سرفراز بګټي په امر  صوبائي حکومت  د ریسکیو آپریشن مسلسل نګراني كوي او  چیف انسپکټر آف مائنز، پي ډي ایم اے، ریسکیو ډلو او   اړوندو  ادارو ته د ټولو  تر لاسه وسائلو كارولو سره د مرستې  کارروائیو د لا ګړندۍ كولو  امر شوے دے  ۔میر شعیب نوشیرواني ووئېل  حکومت به د ځپلو کان کښندونكو کورنيو ته هر ممکن مرسته وركوي۔  ده په دې خفګاني پیښه د زړه له كومي د غم دړد څرګندونې كولو سره  د حق رسېدلو كسانو د كورنيو  سره د يو والي او خواخوږۍ څرګندونه وكړه ۔ صوبائي وزیر اعلان وكړو چې په پیښه كښې د حق رسېلو كورنيو ته به پينځه  لاکھه روپۍ او ژوبل شوو ته به درې لاكه مالي معاونت وركولې شي  ۔ده ووئېل  د کان کښندونكې په څانګه كښې  د حفاظتي انتظامات او  د مائن سیفټي  نظام د سره بيا جاج اغستلې شي  ٬ دغسې چې سباون كښې داسې كومه پیښه رامخې ته نشي   ده  واضحه كړه  چې د پیښې به د هر اړخه نه پلټنې كولې شي  او  كه كوم غفلت یا بې غوري  ثابت شوه نو د  ذمه وارو په ضد به د  قانون  تر مخه كاروائې كولې شي ۔میر شعیب نوشیرواني دعا وكړه چې اللہ تعالیٰ  حق رسېدلو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے  ٬  ژوبل شوو ته زر صحت او غم جنو كورنيو  ته صبر وركړي ۔