اسلام آباد۔16ستمبر (اے پي پي )د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن او د انټرنیشنل تعظیمِ حرمین شریفین کونسل سېكټري جنرل حافظ محمد طاهر محمود اشرفي اعلان کړے دے چې راروانه جمعه به د مکې مکرمې په نخښه كولو هڅو په ضد او سعودي عرب كښې په مقدس مقامات د بريد هڅې خلاف خلاف ګرد هېواد كښې د ’’یومِ مذمت‘‘ په توګه نمانځلې شي ۔د شورو په ورځ پریس کانفرنس ته …
د مکې مکرمې په نخښه كولو هڅو په ضد د جمعې ورځ به د ’’یومِ مذمت‘‘ په توګه نماځلې شي ، طاهر اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد۔16ستمبر (اے پي پي )د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن او د انټرنیشنل تعظیمِ حرمین شریفین کونسل سېكټري جنرل حافظ محمد طاهر محمود اشرفي اعلان کړے دے چې راروانه جمعه به د مکې مکرمې په نخښه كولو هڅو په ضد او سعودي عرب كښې په مقدس مقامات د بريد هڅې خلاف خلاف ګرد هېواد كښې د ’’یومِ مذمت‘‘ په توګه نمانځلې شي ۔د شورو په ورځ پریس کانفرنس ته خطاب کښې ده د هر مکتبِ فکر علماء، مذهبي لارښودو ، خطباء او ائمه ته غږ وكړو چې هغوي د جمعې په خطبو كښې د دغې بريدونو غندنه وكړي او د حرمین شریفین حرمت، سلامتیا او تحفظ په اړه د امتِ مسلمه متفقه مؤقف رامخې ته كړي ۔ ده ووئېل دوه اربه مسلمانان د سعودی عرب په مشرۍ كښې او د اولس سره ولاړ دي ۔ ده په خبره زور راوړلو سره ووئېل د حرمین شریفین په حرمت، سلامتیا او تحفظ كومه سمجھوته نشي كېدې۔پریس کانفرنس كښې مولانا ذوالفقار احمد، مولانا زاهد منصور، مولانا قاسم قاسمي ، مولانا ابوبکر صابري ، مولانا افضل شاہ، مولانا عبدالغفار او نورو علماء و مذهبي لارښودو ګډون كولو ۔










