د پاکستان او  صومالیه تر مينځه ډیجیټل ګورننس كښې د مرستې لا مضبوطولو ته  ضرورت دے ، سید یوسف رضا ګیلاني

  اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د ډیجیټل ګورننس، بنیادي شناختي نظام، مصنوعي ځېركتيا او د  ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر  په څانګو كښې  د پاکستان او صومالیه تر مينځه د مرستې  په وده  زور راوړلو سره وئېلي دي  د مشترکه چیلنجز مقابلې له  د  پرمختګ كوونكو هېوادونو ترمينځه  شريكو تجربو او  د عملي حل تبادله ضروري ده  ۔د سېنېټ چیئرمین د دې خیالاتو څرګندونه مقامي …

 

اسلام آباد۔16ستمبر  (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د ډیجیټل ګورننس، بنیادي شناختي نظام، مصنوعي ځېركتيا او د  ډیجیټل پبلک انفراسټرکچر  په څانګو كښې  د پاکستان او صومالیه تر مينځه د مرستې  په وده  زور راوړلو سره وئېلي دي  د مشترکه چیلنجز مقابلې له  د  پرمختګ كوونكو هېوادونو ترمينځه  شريكو تجربو او  د عملي حل تبادله ضروري ده  ۔د سېنېټ چیئرمین د دې خیالاتو څرګندونه مقامي هوټل كښې د  صومالیه -پاکستان  د بنيادي شناخت  او د ډيجېټل  پپلك انفراسټرکچر پروګرام اختتامي دستورې ته  د خاص مېلمه په حېث وكړه ۔چیئرمین د پروګرام تابيا  او په  کامیاب تکمیل د ملګرو  ملتونو د ترقیاتي پروګرام (یو این ډي پي ) ستئانې كولو سره  ووئېل  معنی لرونكې نړيواله مرسته يوازې تر رسمي لوظ نامو محدود نه ده  بلکې د علم، تجربو او د  عملي حل د تبادلې  د لارې  د ادارو مضبوطولو او د اولس  په ژوند كښې د ښه والي  راوستو نوم دے   ۔   ده  په اوسنو كښې  د سینیټ موبائل ایپلی کیشن اجراء  د زیات مؤثر،  پاك او  اولس دوسته پارلیمان پلو يو مهم ګام وګرځولو ۔ده ووئېل  پاکستان په اوسنو كښې  په ورډ آرټیفیشل انټیلې جنس کوآپریشن آرګنائزیشن (WAICO)  كښې د باني غړي  په حیث ګدون كړے كوم چې د مصنوعي ځېركتيا   په څانګه كښې  په خاص توګه  د ګلوبل ساؤتھ هېوادونو تر مينځه  د نړوالې مرستې  لپاره د  پاکستان د عزم مظهر دے ۔ ۔د سېنېټ چیئرمین په ترقیاتي شراکت دارو په څاص توګه په یو این ډي پي  زور  راوړو چې هغه د  ساؤتھ۔ ساؤتھ او  ټرائي اینګولر کوآپریشن  تر مخه د  داسې اقدامات معاونت پرله پسې روان اوساتي۔  ده هيله ولرله چې دا پروګرام به د پاکستان او  صومالیه تر مينځه د تل پاتي ادارہ جاتي مرستې  بنیاد لا مستحکم کړي ۔ دستوره كښې  د یو این ډي پي د  پاکستان ریزیډنټ استازي ډاکټر سیموئل رزک، د صومالیه د  نیشنل آئیډینټي فکیشن اینډ رجسټریشن اتھارټي ډائریکٹر جنرل عبدی والی علي ، مېلمنو او نورو وېنا والو ګدون كولو۔

 

 

مزید خبریں