د زيات باران له امله  په مالم جبه روډ لینډ سلائیډنګ ، ضلعي انتظامیه  روډ سمدستي  بحال کړو

پېښور ۔ 31 جولائي (اے پي پي) سوات كښې د  ورېدونكې شديد باران له امله په مالم جبه روډ  د لینډ سلائیډنګ  څخه  خاورې كمرې راپرېوتې  كومو چې د  ټریفک رواني متاثره كړې وه  ۔د ډپټي کمشنر سوات دفتر  نه د  جاري بیان  تر مخه   ایډیشنل اسسټنټ کمشنر چارباغ اسد محسود  په سمدستي  کارروائۍ كولو د پروانشل روډز امپروومنټ پراجیکټ کنټریکټر متحرک کړو د كوم نه پس چې د لويې …

پېښور ۔ 31 جولائي (اے پي پي) سوات كښې د  ورېدونكې شديد باران له امله په مالم جبه روډ  د لینډ سلائیډنګ  څخه  خاورې كمرې راپرېوتې  كومو چې د  ټریفک رواني متاثره كړې وه  ۔د ډپټي کمشنر سوات دفتر  نه د  جاري بیان  تر مخه   ایډیشنل اسسټنټ کمشنر چارباغ اسد محسود  په سمدستي  کارروائۍ كولو د پروانشل روډز امپروومنټ پراجیکټ کنټریکټر متحرک کړو د كوم نه پس چې د لويې مشینرۍ د لارې ملبه لرې كړې شوه  او سړک  د ټریفک  لپاره په بشپره توګه بحال کړے شو ۔  ضلعي انتظامیه سوات د پشكال  په مهال د  هر ممکن هنګامي صورتحال مقابلې لپاره چمتو ده  او   اولس ته خواست دے  چې د باران په مهال د سفر کولو په وخت  احتیاطي تدابیر خپل كړي ۔