كوئټه30 جولائی(اے پی پی)كوئټې ته نزدې سورنج سيمه كښې د سردار قربان جوګيزئي د سكرو په كان كښې د ګاز له امله د چاودنې په نتيجه كښې د 20 نه تر 25 كان كيندونكي دننه د ګيرېدو اطلاع ده او رېسكيو ادارو د مرستې كاروائۍ پېل كړی دي۔ابتدائي اطلاعات له مخې پیښه سورنج سيمه كښې د سردار قربان جوګيزئي جوړ كړي د سكرو په كان كښې رامخې ته شوه …
كوئټې ته نزدې سورنج سيمه كښې د سكرو په كان كښې د ګاز چاودنه٬ د 20 نه تر 25 كان كيندونكي ګير شول ٬رېسكيو آپرېشن روان

مزید خبریں
كوئټه30 جولائی(اے پی پی)كوئټې ته نزدې سورنج سيمه كښې د سردار قربان جوګيزئي د سكرو په كان كښې د ګاز له امله د چاودنې په نتيجه كښې د 20 نه تر 25 كان كيندونكي دننه د ګيرېدو اطلاع ده او رېسكيو ادارو د مرستې كاروائۍ پېل كړی دي۔ابتدائي اطلاعات له مخې پیښه سورنج سيمه كښې د سردار قربان جوګيزئي جوړ كړي د سكرو په كان كښې رامخې ته شوه چرته چې د چاودنې په مهال د 20 نه تر 25 خواري كښو په كان كښې دننه كار كولو۔ د ابتدائي پلټنو له مخې چاودنه كان كښې د ميتهين يا سكرو ګاز جمع كېدو له امله شوې۔د بلوچستان پي ډي ايم اے له مخې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو فورس په سمدستي توګه متحرك كړے شو او څلور ايمبولينسز سره ضروري رېسكيو سامان د پېښې ځاے ته روان كړے شو ۔وياند له مخې دا كاروائي د پي ډي ايم اے ډي جي جهانزيب خان غوريزئي په هدايت او د رېسكيو ډائرېكټر نويد احمد شيخ په خاص نګرانۍ كښې كيږي۔د پېښې نه پس د مائنز اينډ منرلز محكمې رېسكيو ډلې٬د پي ډي ايم اے ايمرجنسي ريسپانس ډلې٬ پوليس نفري٬ضلعې انتظاميې او د كوئټې اسسټنټ كمشنر هم د پېښې ځاې ته رسېدلې۔پوليس سيمه په ولقه كښې واخستله او ټول اړوندې ادارې كان كښې د ګيرو شوو خواري كښو په حفاظت سره راويستلو كښې بوښتې دي۔چارواكو له مخې تراوسه د كوم خواري كښ ژوبل يا په حق رسېدلو كوم رسمي تصديق نه دې شوے۔حتمي ځاني او مالي زيان په اړه معلومات به د رېسكيو آپرېشن بشپړېدو نه پس جاري كولې شي۔د پي ډي ايم اے چارواكو وئېلي دي د مرستې هلې ځلې په تندۍ سره روانې دي او د صورتحال پرله پسې نګراني كيږي۔







