پېښور۔ 30 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا حكومت د نوې ټېكس لګولو څخه پرته د مېشته وسائلو غوره انتظام او اصلاحات د لارې د مالي كال 2025-26 په مهال د 129 اربه روپو هدف په مقابله كښې 150 اربه څخه د زياتو روپو ريونيو ترلاسه كولو سره د صوبې د تاريخ نوے ريكارډ جوړ كړے دے۔ د دې خيالاتو …
خېبر پښتونخوا حكومت مېرټ ٬ اصلاحات او شفافيت ته وده وركوي : وزيراعلی سهېل آفريدي

مزید خبریں
پېښور۔ 30 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا حكومت د نوې ټېكس لګولو څخه پرته د مېشته وسائلو غوره انتظام او اصلاحات د لارې د مالي كال 2025-26 په مهال د 129 اربه روپو هدف په مقابله كښې 150 اربه څخه د زياتو روپو ريونيو ترلاسه كولو سره د صوبې د تاريخ نوے ريكارډ جوړ كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پبلک فنانشل مېنجمنټ وریونیو موبلائزېشن ریفارمز په اړه دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیر اعلیٰ ووئيل په تېرو 74 كلونو كښې د خېبر پښتونخوا ريونيو يوازې 62 اربه روپۍ وه كومه چې د اصلاحات په نتيجه كښې 150اربه روپو څخه زياته شوې ده۔ مالي كال 2026-27 لپاره د 180 ارب روپو ريونيو هدف ټاكلے شوے دے كوم به چې د ډیجیټائزېشن او اصلاحات د لارې زياتولو سره 200 اربه ته رسولې شي۔ وزيراعلی دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل خېبر پښتونخوا حكومت مېرټ ٬ اصلاحات او شفافيت ته وده وركوي او د كرپشن خلاف په زيرو ټالرنس پالېسۍ عمل كوي۔ ده زياته كړه چې په خېبر پښتونخوا كښې د پاكستان د مجموعي ځنګلونو 45 فيصد برخه موجود ده او د صوبې په 27 فيصد برخه ځنګلونه دي كوم چې زياتولو سره تر 30 رسولو له هڅې روانې دي۔ په دې موقع د نړيوال بنك په مرسته د بشپړ كړې شوي خېبرپښتونخوا ریونیو موبلائزېشن اېنډ پبلک رېسورس مېنجمنټ پروګرام (KPRMP) او د خېبرپښتونخوا اسپینډنګ ایفیکټیولی فار انهانسډ ډوېلپمنٹ (KP-SPEED) پروګرامونو او ترلاسه شوو كاميابو جاج واغستے شو







